د خوړو بحران نړیوال بحران راپور: شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان بیړنی وضعیت لري
د خوړو بحران نړیوال راپور وايي ۱۴.۸ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۳۲ سلنه جوړوي، د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د مې ۲۱مه نېټه خپور شوی او د ۲۰۲۴ د نومبر نه د ۲۰۲۵ تر مې پورې یې د خوړو ناورین وضعیت ارزولې، راغلي چې له دغو کسانو څخه نږدې ۳.۱ میلیونه یې بیړني وضعیت لري.
راپور زیاتوي چې افغانستان د ټیټ عاید لرونکی هېواد دی چې له کلونو راهیسې د خوړو نه خوندیتوب له شدید ناورین سره مخ دی، او تل د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شامل و چې د خوړو د نه خوندیتوب په تر ټولو خراب وضعیت کې دي.
د راپور په ټکو، سره له دې چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې انفلاسیون راکم شوی و او بیې راټیټې شوې، خو کمزوری اقتصادي ودې او پراخه بیکارۍ په ځانګړي ډول په ښارونو کې د خلکو د پیر توان، کم کړی او تمه ده چې روان کال به انفلاسیون بېرته لوړ شي، او دا به د کورنیو پر ژوند نور هم اغیز وکړي او له فشار سره به یې مخ کړي.
په همدې حال کې یو شمېر اړمنې کورنۍ وايي چې ورځ بلې ته یې ستونزې زیاتېږي.
د کابل ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
« په خدای باور وکړئ چې د شپې وږي ویده کېږو، ځینې شپې ګاونډیان ډوډۍ راوړي. ډېر کوښښ مې وکړ چې چیرې کار پیدا کړم، خو ونه توانېدم. باید خلکو سره مرسته وشي. زما په څېر زرګونه کسان شته چې مرستې ته اړتیا لري، ځکه اوس کار نشته.»
د خوړو بحران نړیوال راپو زیاتوي، که څه هم د وسلهوالو نښتو عمومي کچه ټيټه ده، خو د بشري حقونو سرغړونې، د مدني ټولنې، لږکیو، ښځو او نجونو ځپنه دوام لري، چې د دوی اقتصادي مشارکت او خوړو ته لاسرسی محدودوي.
په دوام کې راغلي چې، ناسمو اقلیمي شرایطو، غیرمعمولي بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو، کرنه او بنسټیزې زېربناوې زیانمنې کړې دي.
راپور دا هم وايي چې د تغذیې بحران لا هم جدي دی؛ یوازې ۶.۸ سلنه کوچني ماشومان مناسب غذايي رژیم لري او ساري ناروغۍ لکه سرخکان او (کلرا) وبا خپرې شوي، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم شوی، وچکالیو د ناروغیو کچه لوړه کړې، او د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه تړل شوي، چې ماشومان او میندې یې له خطر سره مخ کړې دي.
راپور وایي، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د دغو راستنېدونکو او د هېواد دننه بېځایه شویو کسانو اقتصادي ستونزو د دوی خوراکي وضعیت نور هم خراب کړی دی.
مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو چې سږ کال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.