د فرهنګي تنوع نړیواله ورځ او اهمیت یې
د بېلابیلو ژبو له ادبیاتو ژباړې او پرې څېړنې لوستونکو ته دا امکان برابروي چې یو د بل له فرهنګي ارزښتونو، نېږدې والي او توپیرونو، ژبنیو جوړوښتونو او لیکنیزو سبکونو خبر شی، او په ترڅ کې یې نېږدیوالی او متقابل درک رامنځته شي چې په ټوله کې د فرهنګي تنوع یا رنګارنګۍ له ترویج سره مرسته کوي.
که څه هم په افغانستان کې څو لسیزو سیاستونو د خلکو تر منځ کرښې ایستلي او فرهنګي تنوع یې تر یو بریده اغیزمنه کړې خو یو شمیر فرهنګي بنسټونو، افغان لیکوالو او کره کتونکو هڅه کړې چې په ادبي حوزه کې د ژباړې او څېړنې په وسیله په دې برخه کې رغونکي ګامونه پورته کړي.
لیکوال، شاعر او کره کتونکي ګلنور بهمن د فرهنګ تنوع په برخه کې د ادبي ژباړې او څېړنې د ازښت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ژباړه یوازې د کلمو او جملو بدلول نه دي، بلکې د خلکو د ذهنتیونو او زړونو تر منځ د اړیکو پل رامنخته کول دي، د خلکو فکرونه سره نېږدې کېږي، کله چې خلک یو د بل اثار لولي، یو بل ښه پېژني او تر منځ یې درناوی ډیرېږي، دا د دې لامل کېږي چې زمونږ خلک سره ملګري شي او تفاهم ته ورسېږي، په ورته وخت کې باید څېړنه وکړو د هغو اثارو په برخه کې چې افغانستان کې تولید شوي، د ادبیاتو، فرهنګ او نورو ژانرونو تر منځ."
که څه هم په افغانستان کې د دریمو ژبو له ادبیات او یا هم له رسمي ژبو دې ژبو ته د ژباړې په برخه کم کار شوی دی خو له فارسی، دري ژبې پښتو او برعکس له پښتو دري ژبې ته ګڼو لیکوالو ژباړه کړې ده.
له دوی څخه یو لیکوال او شاعر علم سحر دی، چې له فارسي، دري ژبې یې څو اثاره پښتو ته ژباړلي دي.
نوموړي د دغو اثارو او په دې اړه چې څنګه یې دې موضوع ته پام شو ازادي راډیو ته وویل:
" د سیامک صیب دوه ناولونه دي، د انار تر ونې لاندې د تورنتو اوښکې او د دوندر لیوان، یو وختې یوه غونډه وه د افغانستان د لیکوالو، مونږ په دې باندې بالاخره نتیجې ته ورسېدو چې مونږ د ژبو او ادبیاتو په برخه کې سره لرې شوي یو او له ډیرو کتابونو نه د یو او بلې ژبې لوستونکي خبر نه وو، نه یې وو لوستي او یا ورته مشکله وه، نو بیا مو توافق وکړ چې اثار یوې ژبې نه بلې ته وژباړل شي."
کیسه لیکوال واحد رفیعي هم په دې برخه کې د خپل کار په اړه وايي :
"مرحوم نصیر احمد احمدي زما یو کتاب په پښتو ژباړلی دی او ما برعکس د هغه یو کتاب په دري وژباړو، دا زمونږ تر منځ یو شخصي کار و او کابل کې دا کتابونه خپاره شول."
یو شمیر ادیبان او کره کتونکي بیا د فرهنګي تنوع په برخه کې د ژباړې تر څنګ د ادبي څېړنې په مهموالي هم ټینګار کوي وايي، دا دواړه کلتوري او انساني ارزښتونه سره نښلوي.
دوی ټینګار کوي چې د ژباړې او څېړنې پر بنسټ ملتونه کولای شي له یو بل سره د کلتوري اړیکو یوه رڼه، عادلانه او پر درناوي ولاړه اړیکه ولري.
د فارسي، دري ژبې لیکوال شاعر او مخکې په البیروني پوهنتون کې استاد، مجیب مهرداد هغه څوک دی چې په پښتو لنډیو یې څېړنه کړې.
ښاغلي مهرداد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې د لندیو له لارې د پښتنو له کلتور او فرهنګ ښه اشنا کېدلی شو :
" په لنډیو کې کولای شو د پښتنو د روح ټول اړخونه وګورو، نو ځکه زما په اند لنډۍ یو لوړ ادبي ډول دی، ډیر د اهمیت وړ دی خو له بده مرغه دا شعر ډیر ناپېژندلی پاتې دی، تل یې ویلي چې يو فولکوریک ژانر دی، په داسې حال کې چې مونږ اړتیا لرو د دې شعر په اړه ډیرې څېړنې وکړو، د ټولنپوهنې له اړخه، د ارواپوهنې له اړخه، د وګړو د پېژندنې او د ښکلا پېژندنې له اړخه، له هر اړخه، یعنې کولای شو په لنډیو کتابونه ولیکو."
که څه افغان لیکوال او شاعران وايي په دې برخه کې یې خپلې هڅې کړي خو یو شمیر فرهنګي فعالان بیا وايي، په دې ورستیو کې په افغانستان کې د ملي فرهنګي بنستونو په ړنګېدو سره دا امکان کم شوی دی.
دوی د فرهنګي رنکارنګۍ په برخه کې د کلتوري بنسټونو او ټولنو رول مهم ګڼي.
لیکوال، شاعر او څېړونکي عبدالغفور لیوال ازادي راډیو ته وویل:
"پخوا د دغو ژبو تر منځ فرهنګي راکړه ورکړه، ادبي راکړه ورکړه دا ډیره وه، یو شمیر ملي بنسټونه فعال وو، چې په هغې کې د ټولو ژبو د ادبیاتو تر منځ د فرهنګي راکړې ورکړې او یو بل سره د ادغام او یو د بل د پیاوړي کولو لپاره د افکارو د تبادلې امکانات وو، لکه د لیکوالو ټولنه، د علومو اکاديمي، پوهنتونونه او داسې نور. په ورستیو کې دغسې ملي بنسټونه په ځانکړي ډول د لیکوالو ټولنه دا له منځه ولاړل او دغه امکان کم شو."
په افغانستان کې د لیکوالو ټولنې تر څنګ بل هغه لوی چتر چې د افغانستان د بیلابیلو ژبو لیکوال یې تر لاندې راټول وو د افغانستان د قلم ټولنه وه.
دا ټولنه په ۲۰۰۶ کال په کابل کې جوړه شوه چې د بېلابیلو ژبو د ادبیاتو څانګې یې درلودې، او د افغانستان په څو ژبو، فارسي دري، پښتو، ازبیکي، پشه يي او نورو یې کتابونه هم خپاره کړي دي.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته دغه بنسټ هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي خو په جرمني کې یې بیا یوه څانګه فعاله ده چې مسوولین یې ادعا کوي چې د اروپا په کچه یې د افغان لیکوالو او شاعرانو تر منځ د فرهنګي تنوع او رنګارنګۍ په برخه کې خپل رول لوبولی دی.
د دغې ټولنې مشر عبدالغفور ابرام ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې فرهنګي تنوع کولای شي د انسانانو تر منځ متقابل درناوی پیدا کړي، او د ګډ فرهنک درلودونکې یوه ټولنه رامنځته کړي د افغانستان د قلم ټولنې، د جرمني څانګې په اروپا کې په ځانګړي ډول جرمني کې بیلابیلې پروګرامونه جوړې کړي او دا لړۍ دغه شان روانه ده."
افغان لیکوال او کره کتونکي وايي د یوې ژبې له ادبیاتو ژباړه او یا پرې علمي څېړنه د فرهنګي تنوع د ودې، درک، او بقا مهم بنسټونه دي. دا دواړه موږ ته دا فرصت راکوي چې له یو بل سره انساني، کلتوري او فکري اړیکې ټینګې کړو، اختلاف وزغمو او ګډ انسانیت ته درناوی وکړو.
نن د مې ۲۱ د فرهنګي تنوع یا رنګارنګی نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د یونسکو له خوا د فرهنګي تنوع د نړیوالې اعلامیې تر تصویب ورسته په ۲۰۲۲ کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسلمبې له خوا ونومول شوه.
د دې ورځې له نمانځلو هدف د فرهنګي رنګارنګۍ درونای او د سولې او دوامدار پرمختګ په موخه د بیلابیلو ملتونه، ولسونه او کلتورونو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم دود پراخېدل دی.