یو شمېر مالداران: څاروي مو په ناروغیو اخته شوي او تلف شوي دي
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی مصور دی چې وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ده او کلیوالو سم نیمایي څاروي یې طبق یا (د خولې او پښو) ناروغۍ وهلي او تلف کړي دي.
ده ازادي راډیو ته وویل: "بدبختاته طبق ولګېده او اکثرو خلکو مالونه له لاسه ورکړل، خلکو چې څاروي اخیستي و ډېر اقتصادي تاوانونه ورواوښتل، اطرافي ژوند دی نو، ټول خلک همدا څاروي اخلي، خرڅوي او اقتصاد پرې چلوي، د چا وري طبق په پښو ووهل، د چا غواګانې حتی د مړینې لامل یې شول، دغه مرض دلته زښته زیات شوی دی، دلته د «وترنري» خدماتو ته څوک لاسرسی نه لري، شخصي ډاکترانو «وترنرانو» ته که د چا وسه وي خپل مال یوسي، که د چا وسه نه وي هغه مال له منځه ځي."
د کونړ ولایت اوسېدونکي او مالداران هم په څارویو کې د دې ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي کامل خان ازادي راډیو ته وویل: "دغه ناروغي زموږ په سیمه کې زښته زیاته شوې، څاروي خوراک نه شي کولای، په پښو یې ووهي پښې یې ګوډې شي، اکثره څاروي له منځه ځي، د وترنرۍ خدمتونه کمزوري دي، دا مرض ډېر شدید روان دی، ډېر مالونه پرې اخته شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سیمو ته دې عاجله قوي د وترنرۍ ټیمونه راواستوي، دغه مالونه چې په دې ناروغۍ اخته دي درمل دې ورکړل شي، که د دې ناروغیو د پراخېدو مخنیوی ونه شي زموږ خلک به حتی بې ځایه کېدو ته اړ شي."
دا ستونزه یوازې د افغانستان ختیځ کې نه حتی ځیني جنوبي او جنوب غربي ولایتونو کې یې هم مالداران شکایت کوي.
د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي او مالدار ګل اقا ازادي راډیو ته وویل چې د طبق ناروغي د دوی کلي کور کې څارویو کې هم خپره شوې ده: "موږ ته نږدې کلي کې دې «ناروغۍ» غواګانې او پسونه نیولي دي، تر اوسه خو تلفات نشته خو ډېر «څاروي» ناروغان دي، زموږ غوښتنه دا ده چې دلته یو وترنر لرو، هغه ته دې برښنا ۲۴ ساعته کړي چې دا درمل په یخچالونو کې په سم کیفیت وساتي، دلته خو د ټولو خلکو ژوند په همدې مالدارۍ او کرنې پورې تړلی دی ځکه چې دلته کومه بله دنده او سوداګري نشته، ټول خلک په همدې مالدارۍ او کرنې بوخت دي."
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفار کاکړ بیا ازادي راډیو ته وویل: "غواګانې طبق ووهلې، تلف یې کړې، مالونه طبق وهلي، یوازې طبق نه شل نورې ناروغۍ دي، موږ له ملګرو ملتونو او نورو ادارو غواړو چې موږ مالدارانو ته دې درمل راکړي، زموږ ژوند پر همدې مالدارۍ تړلی دی، دلته ټول د خپل اولاد ډوډۍ په همدې مالدارۍ پیدا کوي، کښت کروند خو نشته."
ښاغلی کاکړ وایي چې وچکالیو دغه ولایت سخت ځپلی او دوی پرته له مالدارۍ بل عاید او د اقتصاد چلولو لاره نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اف اې او) هم د دې ویروسي ناروغۍ د چټک خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان د مې په ۲۵مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «خولې او پښو» یا (اف ام ډي) جدي ناروغي په ټول افغانستان کې رامنځته او میلیونونه غواګانې، پسونه او وزې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دې سازمان د دې ناروغۍ عوامل د سرحدونو پرانیستل، د څارویو مکرر حرکت، د اقلیم بدلون، د واکسینونو محدودیت، د وترنرۍ خدماتو کموالی اوچاپېریالي فشارونه یاد کړي دي.
«اف اې او» ویلي چې دوی له سیمه ییزو وترنرانو سره کار کوي چې د دې ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وکړي او په خبره یې یوازې ۲۰۲۴ کال کې یې ۸۰۰ زره څارويو ته واکسیونونه کړي دي.
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت هم د دې ناروغۍ د خپرېدو خبره مني، خو وایي چې له نړیوالو ادارو سره یې په ګډه د چټک مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.
د دې وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم ازادي راډیو ته وویل: "د څارویو معاینې او څارنې، د واکسین کمپاینونه، مالدارانو او د څارویو بازارونو کې د عامه پوهاوي ورکړه او احتیاطي تدابیرو نیول د کرنې وزارت له هڅو دي، د دې ترڅنګ د هېواد د څارویو په درملتونونو کې د طبق ناروغۍ واکسیونونه د لاسرسي وړ دي چې دا اقدام له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې ګټور تمامېږي او مالداران کولای شي د دې ناروغۍ د تشخیص په صورت کې د کرنې وزارت کارکوونکو سره په همکارۍ لازم اقدامات وکړي."
وترنران دا خطرناکه ویروسي ناروغي بولي او په ټول شخوند وهونکو څارویو کې یې د لوړې درجې تبې، له خولې د افرازاتو (لاړو) ډېرېدل، په پښو او خوله کې د زخمونو پیدا کېدل یې نښې نښانې ښیي او وایي چې دا ناروغي د هوا په ګرمېدو په چټک ډول خپرېږي.
وترنر ډاکتر شرافت اسد ازادي راډیو سره خبرو کې مالدارانو ته د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې داسې بیانوي: "د دې درملنه کې له انټي بیوټیکه هم استفاده کېدای شي، ښه خبره دا ده چې د مخنیوي لپاره یې په وخت حیواناتو ته واکسین وشي، په دې معنی چې کله حیوان په ناروغۍ اخته نه وي واکسین ورته وشي، خو که حیوان کې د دې ناروغۍ نښې ولیدل شي واکسین د ګټې پر ځای ورته تاوان رسوي، ځکه زموږ هېواد کې د واکسینونو کیفیت او د ساتلو درجه نه مراعت کېږي."
د یادونې ده چې د افغانستان تر نیمایي هم زیات نفوس په مالدارۍ بوخت او له همدې لارې خپل اقتصادي وضعیت پر مخ بیایي.
خو د افغانستان په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د څارویو د دې خطرناک ویروس د چټک خپرېدو خبرداري او راپورونه ورکړل شوي دي.