Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2025

لمر کټوازی د بارسلونا د فوټبال اکاډمۍ ورغوښتی

0

۱۶ کلن لمر کټوازی چې د اسټرالیا په پلازمینه کنبرا کې اوسیږي له څو کلونو راهیسې په فوټبال او فوټسال کې لوبې کوي او ښې لاسته راوړنې لري.کټوازي تېر کال د اسټرالیا د تنکیو ځوانانو په لوبو کې د وړتیا په ښوولو سره دوه واره طلايي بوټان ګټلي دي.لمر یواځینی افغان تنکی ځوان دی چې د بارسلونا د فوټبال په معتبره اکاډمۍ کې د روزنې چانس ورته برابریږي.له دې اکاډمۍ د نړۍ ځینې ستوري لوبغاړي لکه لیونل مسي هم فارغه او د فوټبال نړۍ ته ورپيژندل شوي.د بارسلونا اکاډمۍ ته د کټوازي د بللو په اړه ګڼو افغانانو خوښي ښوولې. پخواني ولسمشر حامدکرزي په یوه بیان کې د لمرکټوازي دا لاسته راوړنه ستایلې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса