رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.
