افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کمزوری مزل، ځوانان ورته اندیښمن دي
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ځوانان وایي په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک ورځ بلې ته د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا له لارې پرمختګونه کوي، دوی حتی له لومړنیو بڼو سره یې بلدتیا نه لري او ترې شا ته پاتې دي.
"له بده مرغه په اوس وخت کې افغانستان کې د ټکنالوژۍ برخه کې پوهاوی کم او حتی په نشت حساب دی."
د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکی او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي نه فارغ دی چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونځي له دورانه نیولې تر پوهنتونه په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د ټکنالوژۍ برخه کې د زده کړو او مهارتونو زده کولو لپاره هېڅ ډول اسانتیا نشته او په خبره یې اکثریته خلک دې برخه کې شاته پاتې دي.
ده ازادي راډیو ته وویل"په دې برخه کې په ښه کیفیت نه د زده کړو زمینه برابره ده او نه سیمینارونه او ورکشاپونه شته او په دې برخه کې (ځوانان) بېخي وروسته پاتې دي، دلته د ټکنالوژۍ کدرونه نشته چې نور ځوانان وروزي، بل د دې برخې د اهمیت په اړه پوهاوی نشته، نن سبا که د هېوادونو اقتصاد هم دی د ټکنالوژۍ پر مټ دی او که نظامي ځواک یې هم دی د ټکنالوژۍ پر مټ دی".
ولایتونو کې هم ځوانان ورته اندېښنه ښيي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي محب شینواري ازادي راډیو ته وویل"افغانستان کې د نړۍ نورو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ معیارونو په پرتله د ځوانانو د پوهاوي فاصله خورا زیاته ده، نا امني، سیاسي بې ثباتي، د جګړو او بدلونونو له امله تعلیمي بنسټونه زیانمن شوي، بل د اقتصادي ستونزو له امله ډېری ځوانان د ټکنالوژۍ وسایل نه شي ترلاسه کولای، انټرنټي محدودویتونه شته، د انټرنت کیفیت ټیټ او لاسرسی ورته کمزوری او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د عصري ټکنالوژۍ تدریس محدود دی."
د ارزګان ولایت اوسېدونکي شفیع الله هم وویل:"دلته په هغه ډول ټکنالوژۍ کې پرمختګ نشته په کومه کچه چې نړۍ کې روان دی ځکه چې دلته اسانتیاوې نشته، د برښنا نشتون، کمزوی انټرنت، د ورکشاپونو نشتون او نورو فزیکي امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک هغه شان له ټکنالوژۍ سره بلد نه دي".
وموغوښتل د دغو ستونزو او شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وپوښتو، خو ویاند یې عنایت الله الکوزي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې یو چارواکي چې نه یې غوښتل راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې په یو لیکلي پیغام کې دا شکایتونه مني او وایي چې دوی دا مهال په ټول هېواد کې په کافي اندازه اړینې سرچینې او اسانتیاوې په واک کې نه لري او په خبره یې خصوصي سکټور هم په دې برخه کې د پانګونې اقدام نه دی کړی.
افغانستان کې داسې وخت له عصري ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په کافي اندازه د پوهاوي، بلدتیا او اسانتیاوو د نشتون شکایتونه او اندېښنې مطرح کېږي چې د افغانستان د ګاونډيو چین او هند په ګډون د نړۍ اکثریته هېوادونو کې له دې لارې پرمختګونه چټک شوي دي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د جولای په درېیمه ویلي و چې په نړۍ کې په تېرو شپږو کلونو کې یوازې له مصنوعي ځیرکتیا نه په ګټې اخیستو د نوښتونو کچه اته برابره زیاته شوې چې ډېر مخترع يې د چین څخه دي.
له چین وروسته، له امریکا، جنوبي کوریا، جاپان او ورپسې له هند څخه له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۳ کال تر ټولو ډېر نوښتونه ثبت شوي دي.
د عصري ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا څانګو متخصصین او پوهان د افغانستان اوسنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو ته په کتو په علمي سکټور کې د ټکنالوژۍ اړوند معلوماتو او زده کړو ته لاسرسی تر ټولو مهم او اهمیت لرونکې بولي او ټینګار کوي چې که په دې برخه کې ځوانان وروزل شي، د مختلفو مهارتونو د زده کړو، پرمختګونو تر څنګ به دوی حتی دندې ومومي.
له دې ډلې د ټکنالوژۍ څانګې افغان متخصص او سافټ ویر انجنیر اغا ملوک سهار ازادي راډیو ته وویل چې ټکنالوژیکي مهارتونه نه یوازې د افرادو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کوي، بلکې په خبره یې د یوې ټولنې او هېواد اقتصادي وده هم چټکه کوي"تر راتلونکو څلور پنځو کلونو به ۸۰ سلنه دندې همدا (ټکنالوژۍ) برخۍ ته اړتیا لري او له دې برخې باید تاسې (ځوانان) حد اقل د یوې برخې زده کړې ولرئ، یعنې ساینس، ټکنالوژي، انجنیري ریاضیاتو باندې به دندې متمرکزې وې او دوی باید ځانونه ورسوي او دا مهارتونه زده کړي".
ښاغلی سهار وایي چې حکومت، خصوصي سکټور او نړیوال سازمانونه باید د ټکنالوژۍ د اتکاء رامنځته کولو پروګرامونه پلي او په دې برخه کې د پراختیایي پروژو د تطبیق تر څنګ د آنلاین زده کړو پروګرامونه، کورسونه او ورکشاپونه تنظیم او د ښوونځیو او پوهنتونونو نصاب باید د نړۍ دپرمختګ سره سم نوي کړل شي.
د یادونې ده چې دا مهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په صنعتي پرمختګ، د تولیداتو په لا پیاوړتیا، د جامو، وسایطو او ګڼو نورو توکو او تولیداتو په طرحه او ډیزاین کې له ټکنالوژۍ خصوصا د چټ جيبيټي او ګوګل بېلابېلو پلټفامونو کار اخیستل کېږي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، د دوی پر مخ د کورسونو دروازې تړلي چې دوی نه یوازې له ټکنالوژۍ لیرې او بې خبره پاتې کېږي، بلکې ان لومړنیو زده کړو ته هم لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د ذهني پنځونې سازمان په خپل راپور کې ويلي و چې په تېرې یوې لسیزه کې له مصنوعي ځیرکتیا په ګټو اخیستو په نړۍ کې څه باندې ۵۴زره نوي نوښتونه ثبت شوي دي.
د دې سازمان په خبره، له دې ډلې یوازې ۲۵ سلنه نوښتونه تېر ۲۰۲۳ کال ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ذهني پنځونې سازمان ویلي و، په دې نوښتونو کې د کمپیوټر ځیرک پروګرامونه له وېډیو، متن، موسیقۍ او کوډونو څخه نیولی په هره برخه کې په څو ثانیو کې یو څه تولیدولی شي.