د نورو کالونو پرتله سږکال په ایران کې تر ټولو ډیر افغانان اعدام شوي دي
د ۲۰۲۱ کال او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغانانو داعدامونو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې له ناروې فعالیت کوي هم مدیر یې محمود امیري مقدم ازادي راډیو ته وویل چې د روان ۲۰۲۵ کاله د جون میاشتې تر نیمایي ۴۰ افغانان په ایران کې د دغه هیواد د حکومت لخوا اعدام شوي دي.
د ده په خبره ډیری دغه کسان چې ځوانان دي د مخدرو موادو د قاچاقو په ګډون په بېلاېبلو تورونو اعدام شوي دي.
په ایران کې د یو ۲۵ کلن افغان ځوان او د کندوز ولایت د اوسېدونکي خپلوان عبدالحی ادعا کوي چې هغه کابو اوه میاشتې وړاندې په ایران کې اعدام کړل شوی دی.
دا وایي چې دغه خپلوان یې د قتل په تور په کرمان کې اعدام شوی دی.
عبدالحی ازادي راډیو ته وویل، "دوی فامیلی موضوع درلوده، دې هلک له یوې ایرانۍ انجلۍ سره واده کړی و، بیا هغې انجلۍ دی پرېښود او یو ایراني هلک سره یې اړیکه درلوده، بیا وروسته هغه ایراني هلک د کومې موضوع لپاره د دوی پر کور حمله کړې وه، زموږ دې وطندار هغه هلک وواژه، تقریباً له دوو کلونو یو څه زیات بندي و، بیا د (بند په موده کې)څو میاشتې وروسته پرې د اعدام حکم صادر شو، بیا یې پیسو جایداد او دې مسایلو لپاره اعدام ځنډېدلی و نو تقریبا اوس شپږ اوه میاشتې کېږي چې دا هلک اعدام شو."
عبدالحی ادعا کوي چې اعدام شوی افغان ځوان او کورنۍ یې سره له دې چې له نږدې شلو کلونو راهیسې یې ایران کې ژوند کاوه، خو د بند په موده کې یې کورنۍ او خپلوانو یې په اسانه ورسره نه شول لیدلای.
مخکې تر دې یو شمیر نورو افغانانو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې د کورنۍ غړي یې ایران کې اعدام شوي یا هم د اعدام حکم پرې شوی دی.
دوی ویلي وو چې د کورنۍ غړي یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
له ۲۰۲۱ کال راپه دېخوا له کله چې طالبان بیاځلي په افغانستان واکمن شوي، ایران کې د افغانانو د اعدامونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالي خبره کوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان (ای ایچ ار) چې له ناروې فعالیت کوي، د معلوماتو پر بنسټ یې چې ازادي راډیو سره یې شریک کړي، په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو یوازې ۳۵ ورځې وروسته ۵ افغانان، په ۲۰۲۲ کال کې دیوې ښځې په ګډون ۱۶ کسان، ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان، ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ او په خبره یې د روان ۲۰۲۵ کاله د جون میاشتې تر نیمایي ۴۰ افغانان په ایران کې د دغه هیواد د حکومت لخوا اعدام شوي دي.
خو د ایران او د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه تراوسه کومې شمیرې نه دي خپرې کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان یې محمود امیري ازادي راډیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د ډېری اعدام شويو افغانانو عمر له ۴۰ کلونو کم او د وژنو او د مخدرو موادو د قاچاق په ګډون په بېلابېلو تورونو د ایران د حکومت لخوا د تړلو دروازو تر شا تر پرېکړو وروسته اعدام شوي دي:
"موږ له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په ایران کې د افغانانو په اعدامونو کې یوه شدیده وده ګورو،ډېری کسان چې اعدام شوي، تورونه یې قتل، د مخدرو موادو قاچاق، (جنسي) تېری،څو کسان هم د جګړې په تور اعدام شوي، دوه کسان چې اعدام شوي تور یې د شیراز په شاه چراغ سیمه کې په ترهګریزې حمله کې ګډون و، دا کسان له عادلانه پروسو برخمن نه وو، هېڅ یوه یې له نیول کېدووروسته وکیل ته لاسرسی نه درلود او ډېریو یې په ټول بهیر کې تسخیري وکیل درلود، څوک چې د ترهګرۍ په تور نیول کېږي د انقلاب د محکمو تر تړلو دروازو شا ته اعدامېږي، او هلته شفافیت نشته."
نوموړي زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې له دوی سره حد اقل په رسمي ډول د هېڅ افغان د اعدام پېښه نه وه ثبت شوې.
د محمود امیري مقدم په خبره "په ایران کې تر ټولو کمروزه وګړي افغانان دي چې د ایران د اسلامي رژیم د اعدام د ماشین تر ټولو ارزانه قربانیان ګنل کیږي".
ده دا هم وویل، چې د افغانانو پر ضد د کډوالۍ ضد تبلغات دې اعدامونو ته زمینه برابروي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د ۲۰۲۴ کال خپور کړي کلني راپور کې هم راغلي چې افغانان د ایران اسلامي جمهوریت په زندانونو کې د اعدام یا په اعدام محکوم شویو غیر ایرانیانو تر ټولو لویه ډله جوړوي.
دغه سازمان دا هم ویلي وه چې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو اټکلونه ښيي چې دا شمېره د ایران ختیځ کې په زندانونو کې لوړه ده.
د دې سازمان مدیر ازادي راډیو سره خبرو کې دغه شان ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه او د طالبانو حکومت باید د دغو اعدامونو خصوصاً د افغانانو د قرباني کېدو اړوند د ایران له حکومته جدي پوښتنه وکړي او د دې وضعیت مخه دې ونیسي.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان او ۸۳ نورو ایراني او نړیوالو بنسټونو د (جون په څلورمه) په یو بیان کې د ایران له حکومته غوښتي و چې په دغه هیواد کې د افغانانو اعدامونه سم دیستي ودروي.
د یادونې ده چې په دې ورستیو کې نږدې هره اونۍ د ایران د بشري او مدني حقونو بېلابېلې ادارې او ایراني رسنۍ په دغه هیواد کې د ایراني وګړو تر څنګ په بېلابېلو جرمونو دتورنو افغانانو د اعدامولو راپورونه هم خپروي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې حمدالله فطرت دغه شان د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد وپوښتو خو نوموړو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو يوښتنې ځواب نه کړې.
د بشري حقونو یو شمیر فعالان دا وضعیت د طالبانو حکومت بې غوري او د کډوالو پر ضد د ایران د حکومت سخت دریځي بولي.
په تیر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون او اوس د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل:
"زه د بشري حقونو د یوې مدافع په توګه د اعدامونو خلاف یم، ډېری افغانان چې ایران کې اعدامېږي، مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري، بې وزله او کارګرې طبقې دي،او هغه کسان دي چې ځینې وخت د دروغو تورونو له امله بندیان کېږي او بیا اعدامېږي چې ډېری برخه د (لاملونو) یې کډوال ځپنې پورې اړوند ده."
دا څرګندونې، انتقادونه او غوښتنې داسې مهال دي، چې د ایران د عدلیې وزارت چارواکو ورستۍ ځل د تیر لمریز کال په کب میاشت کې افغانستان ته د ۱۴۹ بندیانو د لېږلو خبره کړې وه ویلي یې وو چې دوی به د ځبل بند پاتې موده خپل هیواد کې تېره کړي او زیاته کړې وه چې نور بندیان به هم ولېږي.
ایراني چارواکو ویلي وو چې دا بندیان دیر د مخدرو موادو په تړاو نیول شوي وو.
هغه مهال د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي وو، چې یو شمیر افغان بندیان د ایران د حکومت له خوا دوی ته سپارل شوي، خو دا یې هم ویلي وو چې اوس هم اته زره افغانان په ایران کې بندیان دي.
دې وزارت بیا دا نه و ویلي، چې دا افغانان په کومو جرمونو هلته بندیان دي.
یو شمیر حقوق پوهان وایي افغان بندیان د ایران په ګډون په یو شمیر هېوادونو کې د بند په موده کې د مدافع وکیل تر څنګ عدالت ته د رسېدو لپاره د ټولو حقوقي پروسو د تېرو حق لري.
دوی ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.
په جلا وطنۍ کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر او حقوق پوه میر عبدالواحد سادات ازادي راډیو ته وویل،
" افغانستان (له پخوا) ایران سره د بندیانو د استراد قراد لري نو د دې لپاره دا د حکومت (طالبانو) مسولیت ده چې باید په ایران کې د افغانانو له حقه دفاع وکړي، معلومداره ده چې دا افغانان افغانستان ته انتقالېدای شي، او بیا به هلته پرې قانوني سزا پلي شي."
خو نوموړی زیاتوي چې، له بده مرغه اوس د طالبانو حکومت د مشروعیت تشې او په رسمیت نه پېژندلو د دې زمینه برابره کړې چې دا چاره لکه څنګه چې لازمه ده ترسره نشي او د افغان بندیانو حقونه ضایع شي.