Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2025

ایلیا توپوریا د یو اف سي د دوو وزنو اتلولي وګټله

0

د ازادو مبارزو په معتبره سازمان یو اف سي کې بېګا شپه هسپانوي لوبغاړي ایلیا توپوریا د اتلولۍ دویم کمربند هم خپل کړ.ایلیا د کمربند د ګټلو تر څنګ ټول ټال درې نیم میلیون ډالره هم خپل کړل.ایلیا توپوریا چې تر دې مخکې د نسبتاً ټيټ وزن/فېډر وېټ اتل وو وتوانېد یو وزن پورته خپل برازیلی پيژندل شوی سیال چارلس اولېوېرا په لومړي رونډ کې د سوک په ضربو ناک اوټ کړي.ایلیا په دې بریا سره وتوانېد د لایټ وېټ/سپک وزن اتلولي هم وګټله او د هغو محدودو اتلانو په کتار کې راغی چې د دوو وزنو اتلولي یې ګټلې.ایلیا د خپلو بریاوو ریکارډ ۱۷ ته ورساوه او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса