په کابل کې د ګلانو پلورلو بازار
د کابل ښار د شهر نو سیمې د ګلفروشې کوڅې یو ګل پلورونکی دی چې وایي له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د تازه ګلانو کار او بار کوي خو په خبره یې د خلکو د اقتصادي ستونزو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یې اوس د کار هغه پخوانۍ خونده نه ده پاتې.
ده چې نه غوښتل نوم په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل:
" اقتصاد کمزوری دی، مخکې خلک ډېر راتلل، خو اوس نجونې او هلکان وېرېږي چې ګلان واخلي، ما دا څلور میاشتې د دکان کرایه نه ده ورکړې، اوس د دکان مالک وایي چې کرایه نشې ورکولای دکان خالي کړه."
د کابل په خیرخانې سیمه کې مریم لیسې ته څېرمه د تازه ګلانو پلورونکی مجتبی هم ورته خبره کوي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
“زموږ د پلور کچه کمه شوې، او ډېر اغېز یې کړی، له هغه مهاله چې دا وروستۍ ستونزې او فشارونه زیات شوي، هیله مو دا ده چې د خلکو اقتصاد ښه شي.”
دی وایي څو کسان نور هم ورسره په کار بوخت دي چې د خپلو کورنیو سر پرستان دي، او هیله من دی چې کارونه یې بیا وغوړېږي.
د کابل د پُل سرخ سیمې ګل پلورونکی ولي بیا وایي چې ډېری خلک اوس بېکاره دي، د بېلابیلو مناسبتونو نمانځلو او ورته د ګلانو پېرلو وس نه لري چې په خبره یې دې موضوع د دوی پر کار هم سیوری غوړولی دی:
"کار مو د تېر په شان ښه نه دی، موږ تازه او مصنوعي ګلان پلورو، موږ څو تنه شاګردان هم لرو، کله مو کار کېږي ډېر کله نه، خو د دکان کرایې مو لوړې دي، مجبوره یو چې پرې یې ږدو، زموږ غوښتنه دا ده چې دا د خلکو اقتصاد جوړ کړل شي، له بده مرغه د خلکو وضعیت ښه نه دی، داسې شرایط راغلي چې اوس هېڅ فروشات نه وي، تاوان سره مخ کېږو."
کابل کې یو شمیر ګل پلورونکي داسې مهال له خپل کاره شکایت لري چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د ډېریو هغو مناسبتي ورځو نمانځل منع کړي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال به نمانځل کېدې او خلکو ورته د نورو ډالیو تر څنګ تازه ګلان هم اخیستل.
دا مهال د دوی تر واک لاندې د مئينانو « ولنټاین» نه نمانځل کېږي، د ښوونکي ورځ او د ښځې ورځ هم د پخوا په شان نه نمانځل کېږي، فراغت غونډې نشته، ودونه هم اوس هغه پخوانی رنګ نه لري، او نور مناسباتو هم چې خلکو به ورته ګلان پیرل د اقتصادي ستونزو له امله پیکه شوي دي.
راپور کې مرکه شوي د ګلانو پلورونکو وايي، ګلان د اوړي په موسم کې له افغانستان دننه ترلاسه کوي خو په ژمي کې یې بیا له ګاونډیو هېوادونو راوړي او هر یوه په دې کار کې په زرګونه ډالره پانګونه کړې ده.