بینټ؛ ۱۱خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي، خو طالبان په دې اړه چپه خوله دي
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) وايي، د طالبانو له خوا د رسنیزو فعالانو مخ پر زیانېدونکې ځپنه، د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته د دوامدارې بېپروايۍ ښکارندويي کوي.
دغه فدراسیون د سه شنبې په ورځ( د اګست په پنځمه) په یو بیان کې په افغانستان د خبریالانو د نیولو د مواردو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ویلي، د خبریالانو د بندي کولو دوام، پر رسنیو سخت شرایط وضع کول، او د خپلواکو رسنیو تړل، د افغانستان د رسنیو راتلونکې ګواښي.
په بیان کې ویل شوي، هغه خبریالان چې لا هم په افغانستان کې راپورونه ورکوي، له ګواښ، ځورونې، نیونې او تاوتریخوالي سره مخ دي.
(IFJ) زیاتوي چې د طالبانو حکومت د روان میلادي کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه اووه خبریالان نیولي دي
دغه فدراسیون او همکارې ادارې یې، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې، د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي، او د خپلواکو او منتقدو رسنیو ځورول پای ته ورسوي.
په بیان کې راغلي چې د توانا خبري اژانس مسوول مدیر او د افغانستان د رسنیو انستیتوت مشر ابوذر سرپُلي له خپلو دوو همکارانو بشیر هاتف او شکیب احمد نظري سره یوځای، د جولای په ۲۴مه د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت له خوا نیول شوي دي.
خو د دوی د نیونې د ځای یا ولایت په اړه څه نهدی ویل شوي.
فدراسیون زیاتوي چې طالبانو دوی تورن کړي چې له یوناما، یونسکو او د ایران له حکومته یې د ښځو د کار د ملاتړ او د طالبانو ضد راپورونو د خپرولو د ترویج لپاره پیسې اخیستي، بیا یې دوی په «اخلاقي فساد» او «جاسوسۍ» هم تورن کړي، د دوی اعترافونه یې د فشار لاندې ثبت کړي، او برخلیک یې هم معلوم نه دی.
دغه شان ویل شوي چې د Pixel Media په نوم د رسنیز تولید شرکت مدیر او مرستیال احمد نوید اصغري او مشتاق احمد حلیمي، د جولای په ۱۵مه په کابل کې د «غیراسلامي سریال» د دوبلې په تور نیول شوي، اعتراف ته اړ کړل شوي، او بیا د جولای په ۳۰مه خوشې شوي دي.
بیان زیاتوي چې یو بل نا پیژندل شوی رسنیز کارکوونکی هم د جولای په ۲۱مه په کابل کې د تبعید شویو افغان رسنیو سره د تخنیکي همکارۍ په تور نیول شوی، چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغه شان، د جولای په ۶مه، یو سیمه ییز نا پېژنده خبریال د طالبانو له لیدلوري سره د مخالف راپور خپرولو له امله نیول شوی و، خو د بیان په ټکو دوه ورځې وروسته چې ژمنه کړې د طالبانو رسنیز اصول به مراعتوي بېرته خوشې شوی دی.
(IFJ) دا هم ویلي چې د جولای میاشتې په ورستیو کې درې خبریالان د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
په بیان کې راغلي، اسلام طوطاخېل او ضیا احمد امانیار چې د جوانان او بګم راډیو ګانو له خوا په ګډه اداره کېدل، د جولای په ۳۰مه خوشې شوي. دوی د جنورۍ په میاشت کې د دفتر له تړل کېدو وروسته نیول شوي وو.
پر دوی تور و چې د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې په اړه یې ځینې مطالب په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه شان د خوشحال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحیل،، د جولای په ۳۱مه له درې میاشتني بند وروسته خوشې شو. نوموړی د فېسبوک له لارې د دوو بېوزلو ښځو د ستونزو خپرولو او د طالبانو په یو لوړپوړي رسنیز چارواکي د نیوکې له امله نیول شوی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې بیان په غبرګون کې څه نهدي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې خبریالان د دندو له امله یې نه دي نیول شوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد،، د جولای په ۳۰مه یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د رسنیو فعالیتونه باید د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او مسلکي اصولو پر بنسټ ترسره شي. هغه زیاته کړه چې خبریالان باید سیاسي درک ولري او له ناسم تعبیر او احساساتي چلند باید ډډه وشي.
په ورته وخت کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ ویلي، دا مهال ۱۱ رسنیز کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.
نوموړي د اګست په ۵مه، د بشر حقونو د څار بنسټ له خوا جوړې شوې انلاین غونډې ته د اندېښنې په څرګندولو سره وویل،
«زه په ټوله کې مدني فضا، په ځانګړي ډول پر رسنیو لګیدلي محدودیتونه څارم. زما د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۱۱ رسنیز کارکوونکي بندیان دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې (AMSO) د جولای په ۳۰مه ویلي وو چې په تیره یوه میاشت کې د بیان ازادۍ د معلوماتو د لاسرسي حق پر وړاندې د اندېښمنوونکو پېښو شاهده وه.
دغه سازمان په خپله اعلامیه کې زیاته کړې وه چې، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو وروستیو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو، د خپلواکو رسنیو فعالیتونو ته جدي خنډونه جوړ کړي دي.