Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2025

بریتانیا ، فرانسې او جرمني په ایران د م.م دبندیزونو بیا لګولو ته مخه کړه

0

بریتانیا، فرانسې او جرمني د پنجشنبې په ورځ د ایران د اټومي پروګرام له کبله پر دغه هیواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو لپاره اقدام وکړ.

دغو دریواړه هیوادونو پرایران د بندیزونو د بیالګولو په پار د " ماشې د میکانیزم" یا "سنیپ بیک" دفعالولو لپاره یوه دیرش ورځنۍ پروسه پیل کړه.

رویټرزخبري اژانس راپور ورکړ چې یادو اروپایي هیوادونو چې ایران سره د برجام په نامه په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اټومي توافق غړي دي ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک لیږلی دی.

د ماشې د میکانیزم په فعالیدو سره به د ایران کمزوری اقتصاد نورهم ترفشار لاندې راشي ، ددغه هیواد بهرنۍ شتمنۍ به بیا کنګل شي، تهران به د وسلو د راکړې وکړې اجازه نه لري او د بالستیک توغندیو د پروګرام په هرډول پراختیا به یې هم سزاګانې ولګول شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د یادو اروپایي هیوادونو اقدامات " نا موجه، او غیرقانوني" وبلل وا وویل چې هیڅ حقوقي اساس نلري.

عباس عراقچي ادعا وکړه چې د ایران اقدامات "مسؤلانه او په ښه نیت ولاړ" دي او وویل چې "اسلامي جمهوریت به د خپلو ملي حقونو او ګټو د ساتنې او تامین لپاره دغو اقداماتو ته مناسب ځواب ووایی."




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса