د کونړ زلزله ځپلي د خپلو ورانو شویو مېنو اساسي رغونه او د سړکونو جوړول غواړي
د کونړ ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د دوی د سیمو بیارغونه باید په بنسټیز ډول ترسره شي.دوی وايي سړکونه، لارې او د دوی کورونه باید جوړ او دوی ته کاري فرصتونه برابر شي.یو شمېر رضا کاران هم ټینګار کوي چې د سړکونو له بیا جوړولو پرته لیرې پرتو سیمو ته د مرستو رسول ناممکن دي.