خلیلزاد: د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه کې د بګرام اډې کارونه، د راتلونکو احتمالي هوکړو برخه ده
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره له بګرام اډې ګټه اخیستنه، له طالبانو سره د دوی د راتلونکو احتمالي خبرو برخه ده.
خلیلزاد چې تازه د بندیانو او برمته شویو د تبادلې په هدف کابل ته سفر کړی نن شنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، که چیرته د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، احتمال شته چې د نورو هوکړو پړاوونه به هم پيلیږي.
ده ویلي " د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم."
هغه ویلي چې دغه مسله به ننګوونکې وي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل، بګرام اډه بیرته نیسي او په دې اړه له افغانستان سره خبرې کوي.