په ایران کې سږ کال له ۱۰۰۰ اعدام شویو څخه ۵۸ افغانان دي
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د سې شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۵ کال په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي چې لږ تر لږه ۵۸ افغانان هم په کې شامل دي.
هغوی دا لړۍ د «بېسارې اعدامونو» په توګه وغندله او ویې ویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
کارپوهانو، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینټ هم پکې شامل و، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «په ایران کې د اعدامونو پراخوالی حیرانوونکی دی او د ژوند د حق جدي سرغړونه ښيي. یوازې په تېرو اوونیو کې په اوسط ډول هره ورځ نهه کسان په دار ځړول شوي، چې دا ډول اعدامونه د انساني حقونو د منل شویو معیارونو خلاف ترسره کېږي.»
دوی ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه په ثبت شويو اعدامونو کې ۵۷ افغان نارینه او یوه افغان ښځه شامل دي.
د هغو اکثره د مخدرو موادو اړوند جرمونو او وژنو په تورونو او ورپسې د امنیتي تورونو او جنسي تیریو په قضیو کې د لاس لرلو له کبله اعدام شوي دي. یوازې د نشهيي موادو د جرمونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان اعدام شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کلنیو ۲۴ تر ۳۰ قضیو پرتله خورا لوړ دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د نشهيي موادو اړوند جرمونو لپاره په پراخه کچه د مرګ سزا خورا د اندېښنې وړ ده.»
کارپوهانو زیاته کړه چې د نړیوالو قوانینو له مخې د مرګ سزا باید یوازې «تر ټولو جدي جرمونو» لپاره وکارول شي، چې مانا یې د قصدي فتل قضیې دي. «د نشهيي موادو جرمونه دې کچې ته نه رسېږي.»
کارپوهانو همداراز وویل چې د ایران اعدامونه زیاتره پر حاشیهيي ټولنو اغېز کوي، په ځانګړي ډول د قومي لږکیو پر کورنیو، چې د خپلو عزیزانو له اعدام وروسته خپلې محدودې شتمنۍ لکه کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکوي.