د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون: لسګونه زره افغان زلزله ځپلي بې سرپناه دي
د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون (IFRC) خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ختیځ لسګونه زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم بې سرپناه دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د IFRC او شریکانو له خوا یې ملاتړ شوی، تر اوسه نژدې ۹۰ زره کسانو ته د بیړنیو روغتیایي خدمتونو، سرپناه، خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې رسولې دي – خو اړتیاوې خورا سترې دي.
د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې روغ پاتې شوي خلک د سخت ژمي له ننګونو سره مخامخ دي.
دغه بنسټ وایي، د ژمي له رانژدې کېدو سره سره لسګونه زره کورنۍ په زلزلهځپلو سیمو کې سرپناه نه لري.
زلزلې چې د کونړ او ننګرهار ولایتونه یې سخت ځپلي او ګاونډي لغمان او نورستان ولایتونه یې هم اغېزمن کړي، تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي او تر ۸۰۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي. په لرې پرتو غرنیو سیمو کې ټول کلي له منځه تللي دي. تر ۱.۳ میلیونو زیات کسان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اغېزمن شوي او ګڼې کورنۍ اوس هم په خیمو، لنډمهالو سرپناهوو او یا تر خلاص آسمان لاندې ژوند کوي.