طالبان وايي، انترنیټ د نوري فایبر د کېبلونو د خرابوالي له کبله بند و
طالبانو وروسته له دې چې انترنیټ بېرته فعال کړ د هغه د بندولو خبره رد کړه.
د طالبانو ویاند د انټرنېټ پرچاوي د نوري فایبر د زړو کیبلونو د خرابېدو له امله بللي او ویلي یې دي چې د بدلون ته اړتیا لري.
له هغه وخته چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې تېز انترنیټ پرچاو شوی، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت پهدې اړه نظر څرګندوي. ځینو طالبانو ویلي و چې انترنیټ یې د دې لپاره منع کړی چې د فحشا مخه ونیسي.
په افغانستان کې د انترنیټ بندېدو پراخ غبرګونونه وپارول او خلکو د هغو کړاوونو او مالي تاوانونو یادونې وکړې چې د انترنیټ د بندېدو په درو ورځو کې دوی ته وزغمل.