د طالبانو ویاند: هغه راپورونه ردوي چې د انترنیټ د بندیدو د علت په اړه د ده له قوله ورکړل شوي دي
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، هغه راپورونه رد کړي چې د انټرنېټ د ۴۸ ساعته بندېدو لامل یې یاد کړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی غوره شوی.تر دې مخکې اسوشیتد پرس په یوه راپور کې د طالبانو د ویاند له خولې ویلي و چې د انټرنېټ د بندېدو لامل د نوري بایبر د کیبلونو زړښت دی.
خو ذبیخ الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ده له قوله ورکړل شوی خبر سم نه دی.
د دوشنبې له ورځې چې په ټول افغانستان کې تېز انترنیټ پرچاو شوی، د طالبانو مسولو چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د نوري فایبر د بندیدو په اړه ویلي و چې دا کار یې د منکراتو د مخنیوي لپاره کړی دی.
په افغانستان کې د انترنیټ بندېدو پراخ غبرګونونه وپارول او خلکو د هغو کړاوونو او مالي تاوانونو یادونې وکړې چې د انترنیټ د بندېدو په درو ورځو کې دوی ته رسیدلي.