پاکستان وايي، د افغانستان له لوري برید ته یې ځواب ویلی
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو پرون (سې شنبې) د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر کورمه بې دلیله برید وکړ چې د دوی له مقاومت سره مخامخ شول.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه ونښته او په نتیجه کې یې په افغانستان کې څو پوستې او ټانکونه ویجاړ شول.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ هم خپلې خوا ته د اوښتو تاوانونو یا مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
پرون د کندهار له ښورباک ولسوالۍ څخه خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه د دې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شدیده نښته شوې او د سې شنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.