ذبیح الله مجاهد: پرسپین بولدک د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې یوزیات شمیرهیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني ځواکونو نن سهار په کندهارکې د افغانستان پرخاورې بیا برید وکړچې په نتیجه کې یې لسګونو هیوادوالو ته مرګ اوښتې.
ښاغلي مجاهد نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل، »متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي. «
مجاهد دغه راز وویل چې له دغه برید وروسته افغان ځواکونه هم دې ته اړشول چې ځوابي حملې وکړي چې په نتجه کې یې د ده په ټکو ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانکونه ترې لاسته شوي دي او اکثره نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.
په دې اړه چې ایا اوس په سیمه کې جګړه روانه ده که هغه دریدلې، ښاغلي مجاهد وویل، په ۸ بجو زموږ لخوا جګړه بیرته کنترول شوې، خو مجاهدین په لوړ مورال د خپلې خاورې، حریم او خلکو دفاع ته چمتودي.«
د پاکستان حکومت او د دغه هیواد پوځ تراوسه پورې د طالبانو د ویاند د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون ندی ښودلی خو د دې هیواد رسنیو د ځینو سرچینو له قوله د سې شنبې د ورځې ناوخته ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خوست او کرمې ترمنځ پوله کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبر ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه ونښته او په نتیجه کې یې په افغانستان کې څو پوستې او ټانکونه ویجاړ شول. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پرون دغه راز د کندهار له ښورابک ولسوالۍ څخه خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه د دې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شدیده نښته شوې او د سې شنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.