ریچارډ بینیټ: د افغانستان - پاکستان په پوله نښتو کې ملکي تلفاتو او د خلکو بې ځایه کیدو ته ژوره اندیښنه لرم
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان – پاکستان په پوله د وسله والو نښتو په نتیجه کې یوشمیرملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د خلکو د بې ځایه کیدو راپورونو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده.
بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې له ټولو لوروغوښتي چې له اعظمي زغم څخه کارواخلي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قانون ته غاړه کښیږدي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې راپور ورکونکي د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته اندیښنه داسې مهال ښکاره کوي چې د طالبانو د حکومت ویاند وویل چې په سپین بولدک کې تیره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري په بریدونو کې دولس ولسي وګړي وژل شوي اوله سلو زیات نور ټپیان دي.
خو د پاکستان پوځ بیا ادعاکړې چې په سپین بولدک کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او په ځوابي بریدونو کې له ۱۵ نه ترشلو پورې افغان طالبان وژل شوي او یوزیات شمیریې ټپیان دي. طالبانو د دغې اعا په اړه تراوسه څرګندونې ندي کړي.