اروپایي ټولنه: د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستولو په تړاو تماسونه نیول شوي
اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د هغو پناغوښتونکو د اخراج په اړه تخنیکي تماسونه نیولي چې د کډوالۍ کیسونه یې رد شوي دي.
د دغې ټولنې د اجرایوي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو او د افغانستان د واکمنانو ترمنځ دې برخه کې همغږي رامنځته کړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تازه د بلجیم په نوښت د اروپایي ټولنې شلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید د هغو افغان پناغوښتونکو داوطلبانه او اجباري ستنولو ته اقدام وشي چې د پنا غوښتنې یې رد شوي دي.
معلومه نه ده چې اروپا کې دا مهال څه شمیر افغانان د اخراج له خطر سره مخامخ دي، خو جرمني د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دوه ځله لسګونه افغانان کابل ته لیږلي چې په وینا یې جرمي دوسیې یې درلودې.