ټرمپ: که حماس له اسراییل سره د اوربند له فرصته ګټه وانخلي، له منځه به یوړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، هغه به د حماس ډلې ته د اسراییلو سره د اوربند د تړون د پلي کولو فرصت ورکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که چیرې دا ډله په دې کار کې ځنډ وکړي، نو "له منځه به یوړل شي".
متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د آسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیز کوربه توب پرمهال خبریالانو ته وویل"حماس ډیر تاوتریخوالی کړی، خو نور یې د ایران لخوا ملاتړ نه کیږي. په حقیقت کې، نور هیڅوک د دوی ملاتړ نه کوي. دوی باید ښه چلند وکړي، او که یې ونه کړي، نو دوی به له منځه یوړل شي".
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی سټیف ویتکاف او د ټرمپ پخوانی سلاکار او زوم جېرید کوشنر پرون اسراییل ته ولاړل.
ټاکل شوې نن سه شنبه د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم اسراییل ته سفر وکړي.
دا وروسته تر دې چې پرون دوشنبه او وړمه ورځ د امریکا په منځګړیتوب د غزې له اوربنده ښکاره سرغړونې وشوې.
د یکشنبې په ورځ په غزه کې د دوه اسراییلي سرتیرو له وژلو وروسته اسراییل پر غزې هوایي بریدونه وکړل چې له ۴۰ زیات فلسطینیان یې په کې ووژل.
حماس ویلي، دوی پر اسراییلي سرتیرو برید کې لاس نه لري.
پرون دوشنبه هم د اسراییلي لوري په ډزو کې لږ تر لږه ۳ فلسطینیان وژل شوي دي.