د غزې له اوربنده سرغړونې، لوړپوړي امریکایي استازي اسراییل ته رسیدلي
په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د نازک اوربند له ماتولو وروسته لوړپوړي امریکایي استازي اسراییل ته رسیدلي دي.
رویټرز اژانس لیکلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرېډ کوشنر اسراییل ته رسیدلي چې د غزې د اوربند پلان پر دویم پړاو خبرې وکړي.