Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په ایران کې اوسني وضعیت او هلته د مېشتو افغانانو اندېښنې

0

یو شمېر افغانان چې د کورنۍ غړي یې په ایران کې میشت دي، په هغه هیواد کې وروستي وضیعت سخت اندېښمن کړي دي. دوی وايي ایران کې د انټرنیټ خدمتونو بشپړ قطع کېدو د دوی اړیکې د خپلې کورنۍ له غړو سره پرې کړي او اوس مهال له هغوی هیڅ احوال نه لري. د ایران په بیلابیلو ښارونو کې له شا او خوا دوو اونیو راهیسې د لوړ انفلاسیون په غبرګون تاوتریخجن لاریونونه او اعتراضونه روان دي. په دغه لاریونونو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

داسې مهال چې په ایران کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه لا هم روان دي، یو شمېر افغانان چې د کورنۍ غړي یې په ایران کې میشت دي، دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي په هغه هیواد کې د انټرنیټ بشپړ پرې کېدو د دوی اړیکې د خپلې کورنۍ له غړو سره پرې کړي او اوس مهال ورڅخه هیڅ ډول احوال نه لري.
د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله او خبریاله یاسمین نبي زاده وايي، یوه خور یې چې نږدې شپږ میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللې ده، له تېرو څو ورځو راهیسې ورسره هیڅ ډول اړیکه نه کیږي چې له امله یې دوی ډېر اندېښمن دي.
دې ازادي راډيو ته وویل:
انټرنیټ قطع دی، او دا وضعیت زموږ لپاره ډېر اندېښمنونکی دی او د خور د مرګ او ژوند په اړه مو هیڅ معلومات نه لرو."
د زاهدالله په نوم یو بل افغان چې په کابل کې اوسیږي وايي ورور یې ایران ته د خوارۍ مزدورې لپاره تللی خو له تېرو څو ورځو راهیسي ېی درک نشته:
"اوس چې هلته وضعیت شیبه په شیبه د بدلیدو په حالت کې دی او انټرنیټ په بشپړ ډول قطع شوی دی، موږ خپل ورور ته ډېر اندېښمن یو، ځکه هیڅ اړیکه ورسره نه نیول کیږي، مور مې ډېره اندېښمنه ده، هره شیبه یې ټلیفون باندې خواري کوي چې اړیکه ورسره وشي."
دا افغانان په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو د حقونو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې په ایران کې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د کډوالو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي، په ایران کې میشت افغان کډوال چې لا له وړاندې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي، په اوسنیو شرایطو کې باید په هیڅ ډول لاریونونو کې برخه وانه خلي.
له ډلې یې یونس محمدي ازادي راډيو ته وویل:
"په دغه ډول وضعیت کې زیانګالي کسان لا زیان ویني، په ځانګړي ډول په ایران کې چې لا له وړاندې یې موږ تجربه لرو چې دوی یوازې افغانانو ته پلمې لټوي. نو ځکه باید افغانان څو برابر زیات متوجه واوسي، او هیڅ داسي کار ونه کړي چې هغوی ته پلمه په لاس ورکړي. په لاریونونو کې په هیڅ ډول باید برخه وانه خلي، او دغه شان په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه له لیکلو ډډه وکړي. حتا هغه کسان چې له ایرانه دباندي هم دي، باید هلته د مېشتو افغانانو لپاره له خپلو لیکنو سره احتیاط وکړي."
په ایران کې د پیل شوو لاریونونو له امله د جنورۍ له ۸ مې راورسته انټرنیټ او د اړیکو لارې په بشپړه توګه پرې دي او د ایران حکومت د جنوري په لسمه رسماً منلې چې انترنیټ دوی قطع کړی دی.
د خلکو دغه پراخ اعتراضونه چې نن د جنورۍ ۱۱ مه یې پنځلسمه ورځ ده، د لوړ انفلاسیون په غبرګون کې پیل شوي، چې د راپورونو پر بنسټ په چټکۍ سره سیاسي شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې په ناروې کې میشت دی، د جمعې په ورځ د اعتراضونو پرمهال د لسګونو کسانو د وژل کیدو او د سلګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.
که څه هم په ایران کې د میشتو افغان کډوالو دقیق شمېر نه دی معلوم خو د تېرې قوس میاشتې په ۲۵ مه د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدی یې شمېر شاوخوا پنځه میلیونه یاد کړی وو.
داسې مهال چې دغه هیواد د روان لمریز کال له پیل راهیسې د نېږدې دوه میلیونه افغان کډوالو د "سرشمېرنې کارتونه" لغوه او ایستل یې پیل کړي چې لا هم دا بهیر روان دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса