افغان سوداګر خپل مالونه د پاکستان له بندرونو بیرته افغانستان ته صادروي
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ترانزیټ سوداګریز توکي چې د کراچۍ، ګوادر په بندرونو او دغه شان له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي "د صادرونکو ( مالکینو یا سوداګرو) په غوښتنه له هر دغه بندر یا نقطې څخه بېرته صادر شي."
خو دا چې چیرته په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
د دې وزارت په یوه خبرتیا کې چې یوه کاپي یې سې شنبه د جنورۍ ۱۳ مه ازادي راډيو ترلاسه کړې راغلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ ( اف، بي، ار ) ځانګړی معافیت ورکړو.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان سوداګر په پاکستان کې خپل ایسار شوي سوداګریز توکي د ایران له لارې افغانستان ته انتقال کړي.
د دې خونې د مدیره پلاوي یوه غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل چې اوس به دا سوداګریز توکي د ایران د بندر عباس له لارې افغانستان ته انتقالیږي:
"اوس که افغان سوداګر وغواړي خپل مالونه بیرته صادر کړي، نو دوی به وړاندیز کوي او په پاکستان کې به طی مراحل کیږي، دا هم وخت نیسي، د دې ترڅنګ په پاکستان کې د مالونو د ودرېدو جریمه ده دا هم معلومه نه ده چې پاکستان دغه جریمه اخلي کنه، نو یو ځل دا کار عملي پیل شي وروسته به نور معلومات راڅرګند شي."
نوموړي وویل چې اوس مهال په پاکستان کې لږ ترلږه له لسو تر یولس زره کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي چې له امله یې د دواړو لوریو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
هغه دا هم وویل چې د سمندر له لارې د دغه مالونو په بیا صادرولو د یو کانټینر په سر لږ ترلږه تر ۲ زره ډالره لګښت راځي چې دا هم سوداګرو ته زیان دی.
له دې وړاندې د ویتنام د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بهرنیو بازارونو د پراختیا ریاست ولي وو چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند ۵ سوه کانتیره ویتنامي چای ته چې افغانستان ته د لیږد اجازه نه ورکول کېده، پاکستان په رسمي ډول د بېرته صادرېدو اجازه ورکړې ده.
په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګر وايي داسې مهال چې په ایران کې وروستیو اعتراضونو د هغه هیواد وضعیت ترینګلی کړی د بندر عباس له لارې ورته د سوداګریزو توکو انتقال سخت خو نا ممکن نه دی.
دوی وايي په دې سره به د دوی د مالونو لګښتونه لا نور لوړ شي.
د غوړیو او بوري یو افغان واردونکی سوداګرحاجي صفت الله صاحب زاده ازادي راډيو ته وویل،
"ستونزه خو ډېره ده، درې میاشتې دامالونه هلته پاتې شول، هلته پرې بیلابیلې جریمې راغلي دي، اوس موږ مجبور یو چې د بندر عباس له لارې یې رانتقال کړو، ځکه زموږ خو دا مالونه دي کمپنۍ ته یې خو بیرته انتقالولی نه شو، بل دا چې د ایران وضعیت هم غیر نورمال دی نو دا یوه بله اندېښنه ده، او په دې سره په مالونو لګښت هم زیاتیږي، او د افغانستان په مارکیټونو اغیز لري همدا اوس هم اغیز شوی دی."
دا په داسې حال کې ده چې دوشنبه د جنورۍ ۱۲مه یو شمېر افغان سوداګرو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ایران د وروستي وضعیت له امله یې سلګونه سوداګریز کانتینرونه د ایران په بیلابیلو بندرونو کې بند پاتې دي او هره ورځ له دې امله د کرایې او جریمې له درنو مالي زیانونو سره مخ دي.
دوی ویلي وو چې په صادراتو کې د افغانستان تازه میوې دي چې د ایران له لارې هند ته ځي او دغه شان په وارداتو کې بیلابیل صنعتي توکي او د فابریکو خام مواد دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره وتړل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له دې وړاندې ویلي وو چې د نږدې ۷ ملیارډه ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو سوداګریز او ټرانزیټي مالونه په پاکستان کې بند پاتې دي چې له امله یې ورځ تر بلې د سوداګرو مالي زیانونه زیاتیږي.
دغه خونې ویلي وو چې په دې توکو کې ډیری یې د خرابېدو او له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د رامنځته شویو ستونزو په اړه په دوحه، استانبول او ریاض کې ناستې هم وشوې خو په ښکاره ډول یې مثتبې پایلې نه درلودې او دغه لارې لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي دي.
