Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اتو اروپايي هېوادونو باندې ۱۰ فیصده تعرفه اعلان کړه

0

ښاغلي ټرمپ ویلي په متحده ایالتونو باندې د ګرینلنډ د پلور تر هوکړې پورې به له دغو اتو اروپايي هېوادونو د توکو په وارداتو لس فیصده تعرفه د فبروري له لومړۍ اجرا شي.په تروث سوشیال کې د ښاغلي ټرمپ د بیان په اساس دا اته اروپايي هېوادونه ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، هالنډ، فنلنډ او بریټانیا دي.هغه ګواښ وکړ چې د جون له لومړۍ به دا تعرفه ۲۵ فیصدو ته لوړه کړي.ګرینلنډ د ډنمارک یوه نیمه کورواکه سیمه ده.د ګرینلنډ چارواکي او خلک له امریکا سره ضمیمه کېدل نه غواړي او د ولسمشر ټرمپ د مکررو غوښتنو په غبرګون هلته پرون ځینې لاریونونه هم شوي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو واره ویلي چې غواړي ګرینلنډ وپېري او هغه ان د دې چارې لپاره د زور کارول هم نه دي رد کړي.ولسمشر ټرمپ دلیل راوړي چې ګرینلنډ د ستراتیژیک موقعیت او پراخو طبیعي زیرمو او هم د امریکا د ملي امنیت په خاطر حیاتي ارزښت لري.د ګرینلنډ په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته اروپايي مشرانو کلک غبرګونونه ښوولي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса