Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د خصوصي روزنتونونو یو شمېر مشران: طالبانو راته د دغو یتیم خانو د تړلو امر کړی دی

0

د افغان سندرغاړي شفیق مرید په مالي ملاتړ د «رایان» په نوم د خصوصي روزنتون له تړل کېدو وروسته، د کابل ښار د یو شمېر نورو خصوصي روزنتونونو مسؤلین هم وایي چې د طالبانو د حکومت ورته په شفاهي توګه د روزنتونونو د تړلو امر کړی دی.

د کابل ښار د یوه خصوصي روزنتون مسؤل یکشنبه د جنوري په ١٨مه د دې موضوع په څرګندولو که څه هم ډیر جزیات ورنکړل خو وې ویل د ماشومانو وضعیت ته له پام پرته طالبانو ته د خصوصي روزنتونونو د چارو سپارل کولای شي پر ماشومانو ناوړه اغېزې ولري.

هغه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"دا ټول ماشومان بې‌وسه او یتیمان دي او مرستې ته اړتیا لري. دلته زده‌کړه کوي، بیدیږي، ډوډۍ خوري او د ژوند ټولې لومړنۍ اړتیاوې یې برابرې دي. که له دې چاپېریاله وایستل شي، له زده‌کړو پاتې کېږي او د دې پر ځای چې پر خپلو پښو ودریږي، پر شاتګ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان سندرغاړي شفیق مرید شنبه د جنورۍ په ۱۷مه، پر خپله فېسبوک پاڼه د «رایان» په نوم د هغه په مالي ملاتړ چلیدونکې په کابل کې د خصوصي روزنتون د تړل کېدو خبر ورکړ.

هغه په یو ویډیويي بیان کې ادعا کړې چې طالبان مسوولینو له مخکیني خبرتیا پرته دې روزنتون ته ورغلي او مسؤلینو ته یې ویلي چې د ملا هیبت الله مشر د فرمان مخې باید ټول خصوصي روزنتونونه وتړل شي.

نوموړي ویلي د روزنتون ماشومان دولتي مرکزونو ته لېږدول شوي او د «رایان» روزنتون فعالیت درول شوی دی.

"ماشومانو ټولو ژړل، خوشاله نه وو، ځکه له هماغو کارکوونکو، ښوونکو، آشپزانو، ساتونکو او نورو سره عادت شوي وو. موږ په رایان روزنتون کې ۲۱ کارکوونکي لرل چې د دې ماشومانو لپاره پلار، مور، خور، ورور او نږدې ملګري وو."

ښاغلي مرید دا نه دي ویلي چې په دې روزنتون کې له کوم کال راهیسې د څو نجونو او هلکانو پالنه کېده.

په هغې خبرتیا کې چې تازه د «رایان» خصوصي روزنتون اړوند فېسبوک پاڼه کې خپره شوې، ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ د ټولو خصوصي روزنتونونو فعالیتونه رسماً درول شوي دي او دا اقدام له مالي فساد، اداري سرغړونو او سیاسي یا مذهبي مسایلو سره تړاو نه لري.

په خبرتیا کې زیاته شوې چې د روزنتون تجهیزات او وسایل د ورکړل شوي دستور له مخې اړوندو وزارتونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خصوصي روزنتونونو د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د هغوی د مشر له لوري کوم لیکلی فرمان خپور شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې، د ماشومانو د زده‌کړې او روزنې یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې له شفافیت او روښانه پلان پرته د ماشومانو ناڅاپي لېږد له هغه چاپېریاله چې کلونه یې ورسره عادت کړی وي کولای شي جدي رواني پایلې ولري.

له ډلې يې محب‌الله زغم، ازادي راډیو ته وویل دا اقدام د ماشومانو د سالمې روزنې، عاطفي او تعلیمي ودې بهیر په جدي ډول زیانمنولای شي.

"یتیم ماشومان له رواني پلوه تر نورو ماشومانو ډېر حساس وي، پر چا ژر باور نه کوي او په اسانه نه عادت کېږي، که دا ماشومان له هغه چاپېریاله چې پکې د خوندیتوب احساس کوي او پر خلکو باور لري جلا کړو، دا کار کولای شي هغوی له سختو رواني ستونزو سره مخامخ کړي."

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلینو د تېر میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې له ۵۰ زیات روزنتونونه د دې وزارت تر مدیریت لاندې فعالیت کوي چې شاوخوا لس زره یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان په کې ساتل کېږي.

خصوصي روزنتونونه په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د دولتي مرکزونو تر څنګ، د یو شمېر اشخاصو، هنرمندانو او مدني بنسټونو په ملاتړ جوړ شوي وو او د ګڼو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د سرپرستۍ، زده‌کړې او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو مسؤلیت یې پر غاړه درلود.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса