کراچۍ بندر کې اور افغان سوداګرو ته ګڼ مالي تاوانونه رسولي
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د اور لګېدنې په پېښه کې د افغان سوداګرو یو شمېر سوداګریز کانتینرونه هم سوځېدلي دي.
د دې خونې مسول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سوداګریزې اتشې په مشرۍ یو پلاوی اوس مهال په سیمه کې دی او افغان سوداګرو ته د اوښتو زیانونو دقیق ارقام راټولوي.
