Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د جرمني د پخوانيو کارکونکو یو میلمستون پلټلی دی

0

یو شمېر جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې پر هغه میلمستون چاپه وهلې چې د جرمنیانو پخواني افغان همکاران په کې میشت وو. د جرمني د ARD دولتي خبري شبکې په راپور کې راغلي، دا کسان چې د جرمنې له لوري د منل کېدو ژمنه ورسره شوې وه، له پاکستانه تر ډیپورټ کېدو وروسته په کابل کې د جرمني تر ملاتړ لاندې یو میلمستون کې اوسېدول.

د طالبانو امنیتي ځواکونو په پلازمینه کابل کې د جرمني د پخوانيو سیمه ییزو کارکونکو د استوګنې یو میلمستون پلټلی دی.

د جرمني ARD دولتي خبرې شبکې دوشنبه د جنورۍ ۱۹ مه راپور ورکړې، دا میلمستون چې د جرمني له لوري تمویلیږي او د هغه هیواد هغه پخواني افغان همکاران چې څه موده مخکې له پاکستانه افغانستان ته ډیپورټ شوي دي له خپلو کورنیو سره په کې اوسیږي د دوشنبې په شپه( د جنوري ۱۸ مه) د طالبانو له لوري پلتل شوی دی.

په راپور کې راغي له دې کسانو سره جرمني د ملنو ژمنه کړې ده.

ای ار ډي ویلي په یاد میلمستون کې د جرمني د پخوانیو افغان همکارانو نه طالبانو څو ساعته پوښتنې کړي او دغه پروسه یې په ویډیو بڼه ثبت کړې ده.

د راپور له مخې طالب ځواکونو هغوی په خونو مې بند مړي، ټلیفونونه ضبط کړي او ورنه یې پوښتلي چې ولې غواړي جرمني ته لاړ شي.

د طالبانو د حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې

په ملیمستون کې د اوسېدونکو افغانانو سره په اړیکه هم بریالي نه شوو، خو په افغانستان کې د جرمني یو پخوانی افغان همکار چې په خبره یې څلور میاشتې میاشتې مخکې له پاکستانه ډیپورټ شوی او اوس مهال په افغانستان کې په پټه ژوند کوي سه شنبه د جنوري په ۲۰ مه ازادي راډيو ته وویل:

"میلمستون د وزیر اکبر خان مینې په ۱۵ سړک کې دی، زموږ ځینې همکاران په کې اوسیږي، خو اوس اړیکه نه ورسره کیږي، زه څلور میاشتې مخکې له پاکستانه له خپلې کورنۍ سره یو ځای ډیپورټ شوم، اوس په یو ولایت کې په پټه ژوند کوم، د ایمیل له لارې له جي ای ذیډ سره په اړیکه کې یم، دوی راته وايي چې کار به مو وشي، خو دا چې څه وخت نه پوهیږو، دلته وضعیت ډېر خراب دی، هره شېبه زموږ د نیولو خطر شته، زموږ هیله داده چې جرمني باید ژر ترژره زموږ د انتقال پروسه ترسره کړي."

تر دې وړاندې یو شمېر جرمني رسنیو راپور ورکړی وو چې پاکستان له هغه هیواده نږدې ۲۰۰ افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې وه افغانستان ته ډیپورټ کړي دي.

همدا تیره میاشت د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په پاکستان کې میشت شاوخوا ۵۳۰ افغانان چې د انتقالیدو ژمنه ورسره شوې جرمني ته ولیږدوي.

د روانې جنورۍ په ۱۱ مه جرمني له پاکستانه د ۳۲ نورو افغانانو د انتقال راپور ورکړو خو په پاکستان کې میشت د جرمني کیس لرونکي افغانان د دې پروسې سست والي شکایت لري او وايي داسې مهال چې اسلام اباد د افغان کډوالو د ډیپورټ او نیولو لړۍ تېزه کړې ده باید جرمنیان د دوی د انتقال پروسه چټکه کړي.

په اسلام اباد کې میشت د جرمني یو افغان کیس لرونکي د نوم د نه خپرېدو او د غږ دبدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"د انتقال پروسه روانه ده خو ډېره سلو او کراره ده، څو ورځې مخکې یې هم یو شمېر کورنۍ انتقال کړې، موږ هم نوبت ته منتظر یو، نو هیله مو داده چې دا پروسه تېزه شي، ځکه په پاکستان کې وضعیت لا نور هم خرابیږي، او که موږ ډېپورټ شو نو نه پوهیږم په افغانستان کې به څه راسره وشي."

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر بیا ځل رسېدو وروسته ډېری هغه افغانان چې مخکې یې له بهرنیو ځواکونو او ادارو سره کار کړی و، د طالبانو د غچ اخیستې او ځان ژغورولو له ویرې پاکستان ته لاړل.

که څه هم د جرمني حکومت ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه له پاکستانه ټول هغه افغانان وباسي چې دوی ورسره د انتقال ژمنه کړې وه خو ویل کیږي چې لا هم لسګونه کورنۍ په پاکستان کې د ډیپورټ او نیولو له خطر سره سره لا هم د انتقال په تمه وخت تېروي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса