د تیلو د بیې په لوړېدو ګازي موټر زیات شوي؛ خو له دغو موټرو سره بې پامی خطرناکه تمامیدی شي
مایع ګاز «الپيجي» چې تر څه وخته مخکې تر ډېره یوازې په کورونو کې کارېده، اوس په افغانستان کې په ښاري موټرو کې هم په پراخه کچه کارول کېږي.
یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په افغانستان کې د پطرولو او ډیزلو بیې لوړېدنې له امله اړ شوي چې د ورځنیو لګښتونو د کمولو لپاره مایع ګاز «الپيجي» ته مخه کړي.
