د طالبانو حکومت کابل کې دنبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکړ
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عالي تحصیلاتو وزارت په هیواد کې د نبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکوي.
وزارت وايي دغه پوهنځی د طالبانو د مشرتابه له حکم سره سم د کابل د طبي علومو د پوهنتون په چوکاټ کې جوړیږي.
وزارت ددوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه پوهنځی به د روغتیايي علومو په پرمختګ او د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
سره لدې چې خبر کې ډیرجزئیات نشته خو نبوي طب د ځینو بیماریو په علاج کې په نبوي ارشاداتو او نباتی علاج باندې ډیر ولاړ دی او له کلونو راهیسې افغانستان او سیمه کې خپل مراجعین لري.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هدف دا دی چې سنتي یا دودیز طب په رسمي ډول د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیسټم کې مدغم شي.
ددغه پوهنځي د تاسیس خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دافغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د سلګونو زرو کډوالو له ستنیدو وروسته ،خصوصا د ښځینه روغتیاپالانو د کمښت له کبله بل هر وخت ته په کتنه ترډیر فشار لاندې دی.
