Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ډیرې ښې وې

0

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمي خبرې وستایلې او ویې ویل چې دا ډیرې ښې خبرې وې.بل لور ته ایران د دې خبرو د مثبتې فضا ستاینه کړې ده او تمه یې ښکاره کړې ده چې دا مذاکرات ادامه پيدا کړي.ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ فلوریدا ته په لاره په الوتکه کې وویل، د راتلونکې اونۍ په پيل کې به بیا دا خبرې وشي.د ایران او د امریکا ترمنځ تر پرونیو خبرو یو ساعت وروسته امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول.د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو کشتیو یوه برخه ده.دا کشتۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي.د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса