Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د روژې د میاشتې په درشل کې یوشمیر افغانان د روژې لپاره چمتوالي ته اندیښمن دي

0

په داسې حال کې چې روژې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، ځیني افغانان وایي د ژمي دې سوړ موسم سره هم مهاله د روژې لپاره چمتووالي ته هم اندېښمن دي.

د کابل ښار اوسېدونکي او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ مشر رحیم الله چې په پښو معلول هم دی، ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال لا په دې سوړ ژمي کې د خپلو خونو ګرمولو لپاره څه نه لرو چې په همدې اقتصادي ناورین کې روژه هم رانږدې ده، موږ ډېر اندېښمن او د خوراکي توکو کمښت سره مخ یو، نو له حکومت او سوداګرو مو دا غوښتنه ده چې له بې وزلو په ځانګړې توګه معلولینو او کورنیو سره یې مرسته وکړي."

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی او د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سرپرست ساحل چې په لاسي کراچۍ کار کوي، ازادي راډیو سره یې ورته خبره مطرح او د مرستې غوښتونکی شو: "په کراچۍ کار کوم، د خلکو مالونه ورسره وړم چې کله باد او باران وي، خو بېخي کار نه وي او کور کې پاتې کېږو، دا چې په دې سوړ ژمي کې روژه هم را روانه ده د روژې لپاره هېڅ نه لرو، که چېرې شمتن خلک یا مؤسسې موږ سره د خوراکي توکو مرسته وکړي ډېر به ښه شي، ځکه کارونه نشته او یا هم ډېر کمزوري دي.”

ځینې مرستندویه سازمانونه او رضاکاران هم ټینګار کوي چې شتمن اشخاص، حکومت او نړیوال سازمانونه باید د دې افغانانو ملاتړ وکړي.

له دې ډلې د کونړ ولایت اوسېدونکی او د بشري مرستو د وېش په برخه کې رضاکاره ځوان نثار احمد احمدي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له بې وزلو سره د مرستې ترڅنګ باید د ټولنې فعاله ځوانان او رضاکاران هم له دا اوس څخه د بې وزلو په نګړې توګه طبیعي پېښو له امله ځپل شویو او له ګاونډیو هېوادونو تازه راستانه شويو افغانانو سره چې اکثره یې خیمو کې اوسېږي، دوی ته د مرستې راټولولو کمپاینونه پیل کړي تر څو په خبره یې د ژمي دې سوړ موسم او روژه کې یې خوړو ته رسېدنه وشي.

ده وړاندی زیاته کړه: “روژې راتګ به ډېری هغه کسان چې زلزلو، سېلابونو، کډوالۍ، بې کارۍ او غربت ځپلۍ افغانان له ډېرږ ستونزو سره به مخ کړي، دولت، شتمن کسان او خیریه بنسټونه دې په دې مبارکه میاشت کې د خلکو لاسنیوی وکړي، موږ خپله هم د خپلې سیمې په کچه غیر رسمي ټولنه لرو چې له شتمنو، له افغانستانه بهر او کوم کسان چې په کاراوبار بوخت دي، میاشتنۍ فنډ (مرستې) راټولوو او بیا یې دلته خپل کلي کې پر بې وزلو ویشو،دا څلور پنځه ورځې مخکې مو هم څلور لکه افغانۍ مرسته راټوله کړه او همدا بې وزلو ته مو ورکړه چې روژې ته پرې چمتوالی ونیسي، خو دا مرستې بسنه نه کوي.”

که څه هم د روژې میاشتې کره نېټه لا مشخصه نه ده او معمولاً د سپوږمۍ په لیدل کېدو مشخصېږي، خو د جنترۍ له مخې سږ ۲۰۲۶ کال روژه به د فبرورۍ د ۱۸ یا ۱۹مې نېټې ترمنځ مشخصه شي چې ډېری افغانان له یوې اوونۍ وړاندې ورته چمتووالی نیسي او هڅه کوي کافي خوراکي توکي ورته برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هغه هېواد سره د اکثرو هېوادونو مرستې بندې یا خورا محدودې شوي، ډېریو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او لکونه نور بیا له ګاونډیو هېوادونو به زوره افغانستان ته ستانه کړل شول چې اکثره یې لا بې سرپناه او سختو اقتصادي ننګونو او بې کاریو سره مخ دي.

تر دې وړاندې هم د افغانانو پر دې وضعیت بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارو اندېښنې ښودلي او له دې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې دې کال کې به هم ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса