Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

له تمسخر کېدو تر بریا؛ د معلولیت لرونکو افغان ځوانانو د مبارزې او بریا کیسې

0

داسې ورځې هم راغلي چې احمد تابش هجران په اوښکو ډکو سترګو له ښوونځي کور ته ستون شوی؛ د خپل جسمي ناتوانۍ له امله نه، بلکې د ملنډو، تمسخر او ورته د سپکو نومونو د اخیستلو له امله، چې ښايي ډیر کله یې له معلولیت هم درد ډیر و.

هجران ۲۸ کلن دی، د کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ او د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.

هغه واده کړی او وایي له زېږون راهیسې د پښو معلولیت لري.

نوموړي ازادي راډیو ته ووویل، ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړې دي.

"کله چې مکتب ته تلم، د ټولګیوالو او نورو خلکو د بدو خبرو له امله به کور ته راتلم، ډېر به مې ژړل او ویل به مې چې نور مکتب ته نه ځم، خو بیا به مې له ځان سره فکر کاوه چې که زده‌کړه ونه کړم، د کورنۍ او ټولنې پر اوږو به بار شم. همدا لامل و چې پرېکړه مې وکړه چې په هر حالت کې به درس ووایم، تر دې چې ورو ورو اکاډیکمې دورې ته ورسېدم".

د تابش په وینا، له دغو تجربو تېرېدل د دې لامل شول چې لوړو زده‌کړو او ټولنیزو فعالیتونو ته لاره پیدا کړي؛ داسې حضور چې د ده په باور ښيي معلولیت د ناتوانۍ په معنا نه دی.

هغه زیاتوي، سره له دې چې ټولنیز چاپېریال له ستونزو ډک و خو تل یې هڅه کړې چې خپل ځای په ټولنه کې ثابت او اغېزمن رول ولوبوي، که څه هم د ده په خبره، ټولنیز منل لا هم په بشپړه توګه بنسټیز شوي نه دي.

"شخصاً ما وکولای شول په ټینګه اراده د خلکو هغو عجیبو غبرګونونو ته قوي ځواب ورکړم چې زما پر وړاندې یې درلودل. بدې او سپکې خبرې به یې کولې، خو ما ټولنې ته ثابته کړه چې زه هم کولای شم د دې ټولنې یو فعال غړی واوسم، او دا مهال هم ښه ټولنیز ځای لرم."

د تابش تجربې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو د ژوند د واقعیت یوه برخه انځوروي، که څه هم د ډېرو لپاره ټولنیز شرایط لا هم ستونزمن دي.

د اروپا پارلمان په ۲۰۲۰ کال کې اروپايي ټولنې ته په یوه لیک کې، په افغانستان معلولیت لرونکو کسانو ته د نه پاملرنې په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي چې د دې هېواد ۸۰ سلنه لویان له یو ډول معلولیت سره ژوند کوي، ۱۳.۹ سلنه یې شدید معلولیت لري او همدارنګه ۱۷.۳ سلنه له ۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکي ماشومان هم له معلولیت سره مخ دي.

په لیک کې راغلي چې په افغانستان کې معلولې ښځې او نجونې له پراخ تبعیض، جنسي ځورونې سره مخ دي او د دوی د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، کار او ورسره بشري مرستو په وړاندې جدي خنډونو پراته دي.

د ځینو معلولو ښځو او نجونو کیسې، ټولنیزو واقعیتونو سره یوځای، د دغو ادعاوو رښتیاوالی څرګندوي.

د کابل کې یوه اوسېدونکې پیغله چز په خبره یې د جګړې له امله په پښو معلوله شوې وايي، د زده‌کړې او کار په برخه کې له محدودیتونو او همدارنګه له سپکو الفاظو او سپکاوي ډکو نظرونو سره مخ شوې ده.

دې چې نه غوښتل نوم یې په راپور خپور شي، وایي له دې ټولو ستونزو سره سره، په تېرو کلونو کې یې وکولای شول هم ښوونځي ته ولاړه شي او هم د معلولو ښځو د باسکټبال د ملي ټیم غړیتوب خپل کړي.

"د مکتب په وخت کې مې ټولګیوالو نه پرېښودلم چې د هغوی ترڅنګ کښېنم، شرمېدل چې زما په څېر یوه معلوله نجلۍ ورسره کښېني. یو استاد چې حاضري یې اخیسته، تل به یې زه د "ګوډې" په نوم یادولم او هېڅکله یې زما اصلي نوم نه اخیست. دا خاطرې زما لپاره ډېرې ترخې دي. همدارنګه په تېرو کلونو کې، کله به مې چې د باسکټبال لوبغالي د ته لپاره اوږده لار وهله، ډېرو خلکو به عجیبه غبرګونونه ښودل، راپورې به یې خندل او ویل به یې: دا وګورئ! یعنې زرګونه ستونزې مې مخې ته پرتې وې."

تجربې او راپورونه ښيي چې له معلولیت لرونکو کسانو سره د ټولنې چلند یو شان نه دی؛ ځینې خلک ورسره په درناوي سره چلند کوي او د هغوی د ګډون زمینه برابروي، خو ناسم فکرونه او د پوهاوي کموالی لا هم د دې کسانو د منلو او ملاتړ پر وړاندې یو جدي خنډ دی.

د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو فعاله بنفشه یعقوبي وایي، استادان، د بشري حقونو فعالان او رسنۍ د دې فکرونو په بدلولو کې مهم رول لري او د پوهاوي او خبرتیا له لارې کولای شي د ټولنې پوهه لوړه او مثبت چلندونه پیاوړي کړي.

د اغلې یعقوبي په باور، معلولیت لرونکي کسان هم باید پخپله پوه شي چې معلولیت یې یوازې یو انساني تنوع ده.

"د ټولنې ټول قشرونه مکلف دي چې د زیانمنو قشرونو، په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو کسانو په تړاو د پوهاوي په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. همدارنګه پخپله معلول کسان باید پوه شي چې د هغوی حالت یوازې د یو ډول معلولیت لرل دي؛ دا لعنت نه دی، تېروتنه نه ده، ګناه نه ده، بلکې یوه انساني تنوع ده چې باید د ټولو له لوري ومنل شي، ان په خپله د ده دوی له لوري."

یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او زیاته کړې یې ده چې له اقتصادي توان، زده‌کړو، کاري فرصتونو او ټولنیز ملاتړ څخه په کافي اندازه برخمن نه دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر تر یو لک او ۸۳ زرو ډېر اعلان کړی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اټکل کړی چې نږدې یو نیم میلیون افغانان له جدي معلولیتونو سره مخ دي.

د رسمي شمېرو او ټولنیز واقعیت ترمنځ دا توپیر ښيي چې لا هم ډېر معلولیت لرونکي کسان له کافي نه ملاتړ، او د محدودو ټولنیزو خدمتونو او فرصتونو له ستونزو سره مخ دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса