کاپیسا کې ځمکې ښوېدنې ۴ تنه مړه کړي دي
په مرکزي ولایت کاپیسا کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۴ نفره مړه شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.د افغانستان کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې پیښه تېره شپه په شوخي سیمه کې شوې.پیښه کې یو کور تر خاورو لاندې شوی او قربانیان هم په ظاهره ټول د یوې کورنۍ غړي دي.افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زلزلې، ځمک ښوېدنې او سیلابونو په ګډون طبیعي پیښو په وړاندې زیانګالي دی.
