Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند نوی وزیر؛ د ګوانتانامو پخوانی زنداني

0

ملا محمد فاضل مظلوم د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله له خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په دې اړه بیانیه خپره کړې ده.ملا فاضل تر دې مخکې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت لومړی مرستیال وو.هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له عمومي قومندانانو وو.مظلوم د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر له نږدې کسانو بلل کېږي.دی د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو ضد شمال اییتلاف د هغه وخت د جګپوړي قومندان عبدالرشید دوستم له خوا ونیول شو او په ۲۰۰۲ کال کې د امریکایانو له لوري ګوانتانامو زندان ته انتقال او تر ۲۰۱۴ کاله هلته بندي وو.

مظلوم وروسته د پنځو نورو جګپوړي طالب بندیانو سره په ګډه د امریکايي عسکر باو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقال شو.دی وروسته د طالبانو د سولې په مذاکراتي ټیم کې شامل وو او په دوحه او مسکو کې یې په څو دورو خبرو کې هم برخه اخیستې ده.فاضل مظلوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې دی.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې د ملا فاضل مظلوم نوم شامل دید طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله بیانیه کې زیاته کړې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله آخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса