Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

په لار کې زیږون او په لوږه کې ژوند؛ له ایرانه د راستنې شوې افغانې دردناکه کیسه

0

۲۷ کلنه صابره چې افغانستان ته د سلګونو زرو ستنو شویو افغانانو له ډلې ده وایي، اته میاشتې وړاندې په داسې حال کې له ایرانه وایستل شوه چې د امیندوارۍ یې وروستۍ میاشت وه، دا زیاتوي چې خپل څلورم ماشوم یې په روغتون کې نه بلکې په لاره، په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې وزېږاوه.

د جوزا میاشتې د هغې اوږدې ورځې ماښام کې افغانستان ته روان موټر له ایرانه ایستل شوي مسافر لېږدول چې د صابرې د زیږون دردونه پیل شول، چیرې چې نه ډاکټران وو، نه طبي اسانتیاوې او نه هم کومه خونه.

د صابرې په خبره، موټر د هرات- میمنې په لاره کې د څو شیبو لپاره ودرېد، او دې هلته د یوې ښځې په مرسته خپل ماشوم وزېږاوه.

"نس مې ډېر درد کاوه، خلک هم ډېر وو، جامې مې ککړې شوې وې، بیا چې کله هرات ته ورسېدو په موټر کې مې زېږون وکړ، ډېره وځورېدم، ماشوم مې په موټر کې وزېږېده، څوک هم نه وو، نا محرمان ډېر وو، یوازې یوه بله ښځه وه."

دا ماشوم چې په تنګه او له شور او اندېښنې ډکه فضا کې زیږیدلی و، کورنۍ یې پرې نوم محمد اکبر کېښود.

صابره وايي چې په بله ورځ دوی د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته ورسیدل، چیرې چې له خپلو څلورو ماشومانو سره خپل نوی ژوند په یوه کوچنۍ کرایي خونه کې پیل کړ.

دې د خپل ایستلو کیسه داسې وکړه.

"اوه کاله په ایران کې وم، څه خوارۍ او زارۍ چې ومو نه لېدلي، هر څه مې پاتې شول، ویل یې چې هېڅ اجازه نه لرئ چې ان یوه ستنه هم ځان سره یوسئ یا مو د کور پیسې واخلئ، یوازې له یوې جوړې جامو سره یې په زوره راوویستو".

صابره هم د هغو افغان کډوالو د اخراج د پراخ بهیر یوه برخه ده چې له ایرانه راستنیږي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د یو راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال دسمبر په ۱۹ مه خپور شوی، په یوه کال کې له ایرانه د راستنیدونکو شمیر له ۱.۸ ملیون څخه لوړ شوی دی.

صابره چې یوه اوه کلنه لور او دوه نور زامن هم لري چې درې کلن او څلور کلن دي وايي، دا په افغانستان کې د خپلې یوازینۍ لور د زده کړو او راتلونکي په اړه اندیښمنه ده.

دا وايي مېړه یې چې تر دې ۲۷ کاله مشر دی، هره ورځ د کار موندلو لپاره له کوره وځي، خو ماښام خالي لاس بېرته راستنېږي.

د طالبانو حکومت ویلي چې دوی "د بیرته راستنیدونکو هرکلی کوي او د راستنیدو او بیا میشتېدنې په برخه کې ورسره مرسته کوي؛ خو افغانستان ته راستنیدونکي ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو د حقونو له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې وویل چې ټول ستانه شوي کډوال د افغانستان د سختو اقتصادي شرایطو، د بې کارۍ د لوړې کچې، کمزوري روغتیایي سیسټم او د بهرنیو مرستو د کمیدو په وضعیت کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي.

صابره هم زیاتوي اوس چې ژمی رارسېدلی، د دوی کور ډېر سوړ او د ګرمولو لپاره یې هیڅ څه نه لري.

"خس او هېڅ سونګ توکي مې نه درلودل، خونه ګرمه نه وه، له همدې امله مې د ماشوم ساړه شوي او له ډېر وخت راهیسې ټوخېږي".

صابره اوس د خپل اته میاشتنې ماشوم محمد اکبر اندېښنې اخیستې چې ان د لاس او مخ پریولو ته یې هم په خبره، ګرمې اوبه له ګاونډۍ اخلي او وايي شیدې هم نه لري.

"شیدې خوري خو زه شیدې نه لرم، ځکه یوازې وچه ډوډۍ خورم، که کله څوک لږ خواړه راوړي او ویې خورم یو څه شیدې مې پیدا کېږي، که خواړه ونه خورم شیدې هم بیا نه لرم".

دا وايي، ډیر ځله هغه په وچه ډوډۍ مړوي.

"وچه ډوډۍ خوري، کله یې په اوبو کې ورته لمدوم او په لاس یې کې ورکوم، نور هېڅ نه لرو، خدایه څه وکړو".

صابره وايي چې یوې ګاونډۍ ورته ته څو افغانۍ ورکړې ترڅو خپل ماشوم کلینیک ته بوځي، چې د دوی د اوسېدو له سیمې به موټر کې شاوخوا یو ساعت لرې و، خو ډاکټر هغه ورځ رانغی او دا له ساعتونو انتظار وروسته بېرته کور ته راستنه شوه.

د دې په خبره، له همدې امله دا روښانه نه شوه چې محمد اکبر خوارځواکی و که نه، که چیرې تشخیص یې شوی وای نو مرسته به یې تر لاسه کړې وای.

"کمزوری دی رنګ یې هم زېړ شوی او ډېر ډنګر دی".

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) د دلوې په ۲۱مه په خپله ایکس پاڼه یو بیان کې وویل، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده او په دې هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

صابره هم وايي چې دا ناروغه او کمزورې شوې ده، او ویښتان یې له وخته مخکې مخ په سپینېدو دي.

"ماشوم یو شېبه هم راپورته کولای نه شم، لاسونه مې کمزوري شوي او ملا مې ډېره درد کوي، یو څه وي ویې خورم چې روغه شم، چې نه وي څنګه به روغه شم".

دا وايي، له میاشتو را په دېخوا ټوخېږي، د مرکې پر مهال هم ټوخي یې څو ځلي خبرې پرې کړې.

« ټوخي او د ماشوم ژړا»

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) د تیر کال د جولای په اتمه نیټه وویل چې افغان راستنیدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، روغتیایی پاملرنې، خوړو او سرپناه ته سخته اړتیا لري.

‏دې سازمان دا هم ویلي و چې امیندواره میرمنې، د کوچنیو او نویو زېږدلو ماشومانو میندې او بې سرپرسته ماشومان د هغو راستنیدونکو په ډله کې دي چې په لږو اسانتیاوو سره ستنېږي.

صابره چې د همدې راستانه شویو ښځو له ډلې ده وايي، د دې درې نور ماشومان هم ډنګر او کمزوري شوي او د وچې ډوډۍ له خوراکه چې هغه هم کله کله یې ګاونډیان ورسره مرسته کوي، نور زړه توري شوي دي.

دا وايي چې ماشومان یې کله ناکله د شپې لخوا له لوږې ژاړي او دا هر سهار د بلې ورځې په اړه په اندیښنه کې وي چې څنګه خپلو ماشومانو ته خواړه پیدا کړي.

"وایم خدایه اوس چې دا ماشومان له خوبه راویښېږي، او خوراک ته څه غواړي، خو زه یې نه لرم، وچه ډوډۍ اخلي او ورته ګوري، کېني او ژاړي، ډېره ورته خواشینې کېږم، په خدای باور وکړئ چې ډېر ډنګر شوي او ناروغان هم دي."

د صابرې تر ټولو لویه هیله دا ده چې ماشومان یې له سړې هوا او لوږې زیانمن نه شي.

دا وایي،

"وایم خدایه، چې دا ماشومان مې کور ولري، توان ولرو چې دوی چا ته لاس اوږد نه کړي او د خوراک لپاره څه ولري."




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса