امریکا ښایي پر ایران محدود پوځي عملیات وکړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي.له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې ویلی شم چې دا موضوع تر غور لاندې ده.د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو لس-پنځلس ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پریکړه کوي.
