Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

عباس عراقچي؛ له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي او تهران د جګړې د پایته رسیدو په اړه د واشنګټن ۱۵ماده ییز وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي،" له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي او تهران د جګړې د پایته رسیدو په اړه د واشنګټن ۱۵ماده ییز وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی".هغه چې نن چهارشنبې الجزیزه تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل،"موږ د امریکا له خوا پیغامونه ترلاسه کړي، ځیني يې مستقیم او ځیني يې په سیمه کې د خپلو دوستانو له لارې، هرکله چې اړتیا وه دغو پیغامونو ته به ځواب ورکړو".د عراقچي په ټکو،"له امریکا سره د مذاکراتو هیڅ چانس نشته".خو هغه وړاندې وویل،"د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په مرسته له امریکا سره ځیني پیغامونه تبادله شوي دي".پاکستان تیره اونۍ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی.هغهمهال دوه پاکستاني چارواکو ویلي و،"اسلام اباد د جګړې د پایته رسیدو په اړه د امریکا ۱۵ماده ییز وړاندیزونه ایران ته سپارلي دي".خو عراقچي وايي،" پر امریکا باور صفر دی او ایران به اوربند ته غاړه کېنیږدي".د هغه په ټکو، ایران د جګړې پای او غرامت غواړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса