په افغانستان کې د ایران د جګړې اغیز؛ د تیلو بیې د پخوا پرتله څو چنده لوړې شوي
ایران سره د اسرایلو او امریکا جګړې چې له میاشتې زیاته موده پرې اوړي، په افغانستان کې په ځانګړي ډول پلازمینه کابل کې هم د تیلو په بیو اغیز کړی او ګران شوي دي.
یو شمیر موټر چلوونکي وايي، د تیلو د بیو لوړېدو د دوی کار او ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
په کابل یو ټکسي چلوونکي جاوید سه شنبه د حمل په یولسمه ازادي راډیو ته وویل،
"بیې لوړېږي او ټیټېږي، مونږ ته واره نه کوي، لګښت نه پوره کوي، چې څومره کار کوو، بېرته پرې تیل اچوو، نو مونږ ګاز اچوو ۲۵ افغانۍ دی، تیل ۶۵ دي، تیلو کې یې هیڅ پوره کولای نشو، مخکې لیټر ۵۵ افغانۍ وو. "
یو بل تکسي چلوونکي فرید الله هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه زیاته یې کړه، چې تیل ګران وي دوی مجبوره دي چې کرایه هم زیاته کړي، خو په خبره یې دا دلیل بیا سوارلۍ ته د منلو نه وي:
" تیل چې ګران شي مونږ مجبوره یو چې کرایه لوړه کړو ځکه چې مونږ ته واره نه کوي، کله چې کرایه لوړه کړو سوارلۍ خپه کېږي او غوسه کېږي چې ولې مو کرایه لوړه کړې ده، چې تیل قیمته وي مونږ مجبوره یو چې کرایه لوړه کړو، چې تیل ارزانه شي کرایه به هم راټیټه شي. "
افغانستان ته د تیلو یو شمیر واردونکي سوداګر هم دا خبره تاییدوي چې په دغه هیواد کې په دې ورستیو کې د تیلو بیې لوړې شوې دي.
له دې ډلې سید فرید هاشمي ازادي راډیو ته وویل،
" فعلا له روسیې او ترکمنستانه واردات شته، د ایران وضعیت تاسې پوهېږئ چې جنګي دی له هغه ځایه تیل ډیر کم راځي او ازبکستان هم چې خپلې فابریکې پاکوي تر دوه میاشتو پورې ورنه واردات نه کېږي، په نرخونو کې په پټرولو کې په هر ټن کې سل تر یو نیم سل ډالرو ټوپیر راغلی، په ډیزلو کې کم راغلی دی په پټرولو کې ډیر راغلی دی، په ګازو کې هم تغیر راغلی دی، همدا اوونۍ د ګازو په بیه کې ۶۰ تر ۷۹ ډالر په هر ټن کې لوړوالی راغلی دی. "
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د تیلو واردات له شمال نه په نورمال ډول روان دي او هومره چې په نورو هیوادونو کې لوړ شوي په افغانستان کې نه دي لوړ شوي خو مني چې په بیوو کې لوړالی راغلی دی.
د دغه خونې سلاکار او پخواني سرپرست رییس خان جان الكوزي ازادي راډیو ته وویل:
"دی کې هیڅ شک نشته چې مشکلات راغلي دي او د ایران تیل چې په هغه اندازه مونږ راوړل هغه نه راځي نو طبعاً یې په بازرونو باندې منفي تاثیر کړی دی، تقریبا مخکې له جنګ نه تر اوسه پورې لس افغانۍ تر دولسو پورې په في لیټر کې لوړوالی راغلی دی، تیل شته، زیرمې هم موجودې دي په ټانکونو کې تیل نورمال دي خو ګران شوي دي. "
د ښاغلي الکوزی په خبره افغانستان پخوا هم له ۶۰ نه تر اویا فیصدو پورې تیل د مرکزي اسیا له هیوادونو لکه روسیې، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغېزستان راوړل او اوس هم له دې هیوادونو خپل واردات لري.
نوموړی زیاتوي چې ایران سره هم د افغانستان سرحدونو بند نه دي نور مواد راځي او کله کله تیل هم راځي.
د یادونې ده چې ایران سره د اسرایلو او امریکا جګړې له پیل راهیسې چې دا یې پنځمه اوونۍ ده او د ایران له خوا د هرمز تنګي په تړلو سره د نړۍ په ډیری نورو هیوادونو کې هم د تیلو او ګازو بیې لوړې شوې دي.
افغانستان که څه هم د هرمز تنګي له لارې د تیلو واردات نه لري خو په ټولنیز ډول دغه ستونزې د تیلو عرضه او تقاضا له ننګونو سره مخ کړې او په بازارونو کې په بیوو اغیز کړی دی.
