ټرمپ: "کولای شي د ایران پرضد جګړه په دوو تر درېیو اوونیو کې پای ته ورسوي"
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ وايي چې هیواد یې کولای شي د ایران جګړه په دوو تر درېیو اوونیو کې پای ته ورسوي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ به ډېر ژر له هغه ځایه ووځو." هغه زیاته کړه چې دا وتل کېدای شي "په دوو اوونیو کې، ښايي دوې اوونۍ، یا هم درې اوونۍ" ترسره شي.
ټرمپ همدارنګه وویل چې تهران د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره اړ نه دی چې له واشنګټن سره هوکړه وکړي.
ولسمشرټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا له لوري د تاوتریخوالي کمول د ډیپلوماسۍ بریا ته اړتیا لري که نه، وویل: "نه، ایران مجبور نه دی چې هوکړه وکړي. نه، هغوی اړتیا نه لري چې له ما سره هوکړه وکړي."
ټرمپ برعکس وویل چې د عملیاتو د پای ته رسولو شرط دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت "د حجر دورې ته ستون شي" او د اټومي وسلو د چټک لاسرسي وړتیا ونه لري. هغه وویل: "بیا به موږ له هغه ځایه ووځو."
ډونالډ ټرمپ په عین حال کې NBCنیوز ته وویل چې دی باور لري چې له ایران سره جګړه "پای ته نږدې شوې ده".
هغه تردې مخکې په یوه تلیفوني مرکه کې دې رسنۍ ته ویلي وو: "موږ ډېر ښه کار کوو او دا جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده."
ولسمشرټرمپ په دې ټینګار سره چې متحده ایالاتو د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي ځواک "مات کړی"، زیاته کړه: "هغه کسان چې موږ په ایران کې ورسره مخ یو، ډېر منطقي شوي دي او نور هغومره سختدریځي نه دي. موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي."
په عین حال کې سپینې ماڼۍ اعلان وکړچې ولسمشر به نن چهارشنبې د ایران په اړه وینا وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ به نن چهارشنبې د واشنګټن په وخت د شپې په نهو بجو چې په افغانستان کې د پنجشنبې سهارپنځه نیمې بجې کیږي، د امریکا ملت ته د ایران د جګړې په اړه وینا واوروي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ د سې شنبې په ورځ پرخپله ایکس پاڼه کې ولیکل: “پام وکړئ: سبا شپه د ختیځې امریکا پر وخت د شپې په ۹ بجو به ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه د یوه مهم او تازه راپور په اړه ملت ته وینا وکړي."
په همدې حال کې، د رویټرز او ایپسوس د یوې نوې سروې له مخې، ۶۶ سلنه امریکایان غواړي چې متحده ایالات، آن که خپل اهداف هم ترلاسه نه کړي، ژر تر ژره له ایران سره جګړه پای ته ورسوي. همدارنګه ۶۰ سلنه د پوځي بریدونو مخالفت کوي، او ډېری خلک اندېښنه لري چې جګړه به په ځانګړي ډول د تیلود بیو د لوړېدو له امله د ژوند پر لګښتونو منفي اغېز وکړي."
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د سې شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن کولای شي له ایران سره په جګړه کې چې اوس پنځمې اوونۍ ته داخله شوې، "د پای کرښه" وویني.
روبیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: "موږ کولای شو د لارې پای ووینو. دا به نن یا سبا پېښ نه شي، خو ورځ تر بلې نږدې کېږي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل: "ایران د یوې بلې شمالي کوریا په څیر د بدلیدو پر لور روان و، خو په دې توپیر چې د تندلارو شیعه روحانیونو له خوا اداره کېده او په داسې قاره ویشتونکوتوغندیو سمبال و چې کولای یې شول تر متحده ایالاتو پورې ورسېږي. که ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اقدامات نه وای کړي چې ترسره یې کړل، نو پایله به همدا وه."
د پینټاګون مشر پیت هېګست هم د سې شنبې په سهار په منځني ختیځ کې له امریکايي ځواکونو سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: "راتلونکې ورځې به برخلیک ټاکونکې وي. ایران په دې پوهېږي او له پوځي پلوه تقریباً هېڅ نه شي کولای چې ورسره مقابله وکړي."
