په افغانستان کې د باران او سیلابونو دوام، زابل او سالنګونو کې واوره شوې
له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت اداره وایي، نن او تېره شپه د هېواد په یوشمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته زیان اړولی دی.زابل، هلمند، پکتیا، خوست، لغمان، میدان وردګ هغه ولایتونه یاد شوي چې خلک یې ډېر زیانمن شوي.سالنګونو او د زابل په یوشمېر سیمو کې بیا واوره ورېدلې ده.که څه هم د جمعې تر غرمې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې نه شوې، خو چارواکي وایي، د حمل میاشتې په دویمه اونۍ کې ۵۱ کسان طبیعي پیښو کې مړه شوي دي.
