Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

متقي؛ د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات روان دي

0

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،" د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي".متقي دا خبره نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو" په ناسته کې کړې ده.د هغه په ټکو،" طالبانو په صداقت او د حل لار موندنې په موخه په دې مذاکراتو کې ګډون کړی دی".متقي وړاندې وویل،"د خبرو اترو او متقابل احترام له لارې د ستونزو د حل په لټه یوو، خو له خپلو خلکو او د هېواد له ځمکنۍ بشپرتیا څخه دفاع مو حق ده".د چین په اورمچي ښار کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول.تراوسه د دغو مذاکراتو نور جزیات خپاره شوي نه دي.د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د تیرې اونۍ په پای کې ویلي و،"په دغو مذاکراتو کې د پاکستاني پلاوي ګډون د پاکستان د حکومت د اندېښنو پر بنسټ دی".د هغه په ټکو،" د مذاکراتو د پرمختګ مسولیت د طالبانو حکومت ته ورګرځي".




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса