د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي، غواړي د منځنۍ اسیا له هیوادونو د سوداګرۍ راکړه ورکړه لس ملیارډ ډالرو ته ورسوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دوی غواړي د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیاردو ډالرو پورې لوړه کړي.
امیرخان متقي، چې د یکشنبې په ورځ یې د “افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو" په نوم غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲،۷میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
متقي زیاته کړه: " که څه هم په دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې توازن نشته، خو باید دې ټکي ته پام وشي. زمونږ ګډ هدف دادی چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ په راتلونکو درې یا څلورو کلونو کې د سوداګرۍ کچه شاوخوا لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړو."
په کابل کې په دې غونډه کې، چې د تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان استازو ګډون پکې کړی و، متقي وویل چې افغانستان غواړي له خپل "جیو اقتصادي موقعیت" څخه په ګټې اخیستنې سره منځنۍ اسیا له جنوبي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د ترانزیت او سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي.
د طالبانو حکومت او د افغانستان خصوصي سکتور تل ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان لپاره د بدیلو سوداګریز لارو په توګه یادوي.
خو پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو چې له پیل څخه يې څه باندې یوه میاشت تیریږي، د ایران له لارې د افغانستان پر سوداګرۍ هم اغېز کړی دی.
که څه هم ایراني چارواکو او د افغانستان خصوصي سکتور مخکې ویلي وو چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري روانه ده، خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې د ایران د جګړې له امله د افغانستان زرګونه ترانزیتي کانتینرونه د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر او د ایران په بندرونو کې بند پاتې دي.
له بلې خوا، د تېلو ځینو واردوونکو او ټکسي چلوونکو هم په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې په ایران کې د جګړې له پیل وروسته په افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
همدارنګه د منځنۍ اسیا هېوادونه چې د افغانستان په څیر وچه کې ایثاردي، هڅه کوي د افغانستان له لارې جنوب پلو سمندر ته لاسرسی ومومي، ځکه چې د دې هېوادونو شمالي لارې چې له روسیې سره نښتې پرهغه هیواد د بندیزونو له امله تړل شوې دي.
په کابل کې د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب دا غونډه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، سیمه ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د ترانزیتي لارو پر پراختیا متمرکزه وه.
