سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده
د سعودي عربستان رسنيو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول. چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي. د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.
