حامد کرزي ملګروملتونو په یو لیک کې پر افغان خاوره د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو له مرګژوبلې شکایت کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د دې هېواد کړنې يې له نړیوالو قوانیو غړونه بللې ده.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک ویلي،" پاکستان پر افغان خاوره بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې سربیره د افغانستان تاسیسات په نښه کړې دي".
د هغه په ټکو،" دا ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي زیاتولی شي".
ښاغلی کرزی په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته په لیک کې د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو د مرګژوبلې شکایت کړی چې لا هم د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات په اورمچي ښار کې روان دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د تیرې فبرورۍ میاشتې له ۲۲ مې راهیسې پیل شوې ده.
