Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

افغان هنرمندان؛ پر هنرونو بندیزونو او ورته نه پاملرنې دغه برخه خواره کړې

0

یو شمیر افغان هنرمندان وايي، په افغانستان کې هنر او هنرمند ته کمه پاملرنه شوې او له همدې امله یاده برخه ډېره خواره ده.

دوی یې لاملونه په ټولنه کې فقر، فرهنګي، مذهبي او سیاسي محدودیتونه، هنر او هنرمند سره د خلکو ناسم چلند، د دولت نه ملاتړ، سانسور او له افغانستانه د هنرمندانو تېښته ګڼي.

د فرهنګي چارو یو شمیر پوهان یې بیا لامل د یوې اوږد مهاله هنري او فرهنګي پالیسی نه شتون بولي.

"د افغانستان هنر هغه که معاصر و یا کلاسیک، متاسفانه، خپل غوړېدلی حالت او لوړوالی یې نه دی ساتلی او ورځ په ورځ هیرې ته سپارل کېږي."

خو ولې؟ په افغانستان کې دننه دا انځورګره پېغله چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي د سه شنبې په ورځ یې د غږ د بدلېدو په شرط، د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل،

" مزمنې ستونزې لکه فقر، فرهنګي، مذهبي او سیاسي محدودیتونه، هغه که په هره هنري برخه کې وي، یعنې کوم اووه هنرونه چې موجود دي او ورنه د دولت نه ملاتړ او سانسور، د دې لامل کېږي چې هنر او هنرمند هغه خپل رېښتینی ارزښت له لاسه ورکړي یا یې خوندي نه شي کړای. "

یو شمیر نور افغان هنرمندان هم دا خبره تایدوي زیاتوي چې افغاني ټولنه کې له هنرمندانو سره د خلکو ناسم چلند هم لامل شوی چې په افغانستان کې هنرونه ډیر وده ونه کړي، او له دې هیواده د هنري استعدادونو تېښتې ته زمینه برابره شي.

په جرمني کې میشت افغان ممثل او د پلار پروډکشن مشر فضل احمد انیس ازادي راډیو ته وویل،

" له هنر او هنرمند سره یو ډول کرکه پالل کېږي، لکه څنګه چې په نوره نړۍ کې له دوی سره مینه کېږي، احترام او قدر یې کېږي متاسفانه افغانستان کې داسې نه ده، ځکه خو خانان چې د هندوستان بالیووډ په دوی ښایسته دی، د دوی مخینه که سړی وګوري دا د افغانستان د سیمې خلک دي، د دوی پلارونه او نیکونه د افغانستان او پښتنو سیمو څخه تللي او اوس یې هلته په بالیووډ کې ډیر ستر نوموونه ګټلي دي."

د یادونې ده چې دا موضوع چې د بالیووډ د ډیری خانانو شجره افغانستان او د خیبر پښتنخوا بېلابیلو سیمو ته ورګرځي مخکې افغان لیکوال محبوب الله خان په خپل کتاب " خانان په بالیووډ کې "یو شمیر هغوی سره د مخامخ خبرو او مرکو پر بنسټ هم کړې ده.

په جرمني کې میشت افغان سندرغاړی سنګر سهیل بیا د حکومتونو رول هم له هنر او هنرمند د ملا تړ او د دوی د پرمختګ په برخه کې مهم ګڼي وايي، نظامونه او حکومتونه باید د هنرمندانو د خاموشه کولو پر ځای هغوی ته د ودې زمینه برابره او لازمه ازادي ورکړي.

" هغه حکومتونه چې د خلکو لپاره نه وي راغلي او د خلکو په خوښه نه وي راغلي، هغوی غواړي د هنر مخه ونیسي او ستونی یې خفه کړي چې دا ممکنه نه ده، هغه حکومونه او دولتونه چې هنرمند ازاده پرېږدي چې خپله خبره وکړي، خپل د زړه اواز وباسي هلته هنر او هنرمند ډیر ښه پرمختګ کوي. "

د فرهنګي چارو یو شمیر پوهان یې بیا لامل د یوې اوږد مهاله هنري او فرهنګي پالیسی نه شتون بولي.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوی سلاکار فقیر میوند د روانې حمل میاشتې په ۱۸ مه ازادي راډیو ته وویل،

" فکر کوم چې د یوې اوږد مهاله هنري او فرهنګي پالیسۍ نه شتون د دې لامل ګرځېدلې وي چې زمونږ خلکو، ځوان نسل اووګونو هنرونو ته کمه توجه کړې وي او دا نه یوازې دا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده ده بلکې د ټولو وزارتونو دنده وه، ده او وي به. "

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په راپور کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو او غوښتنو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دا اندېښنې او غوښتنې داسې مهال دي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته پر یو شمیر هنرونو او د هنرمندانو په فعالینونو بندیزونه لګولي او محدودیتونه یې په کې راوستي دي.

دوی د موسیقۍ خپرول او اورېدل حرام ګڼلي، د سینما، تیاتر او تمثیل په برخه کې یې د نجونو او ښځو پر کار بندیز لګولی، ان د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول یې هم د ډیری ولایتونو په تصویري رسنیو کې بند کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دغه شان د تېر لمریز کال په جوزا میاشت کې د مشاعرو د تنظم قانون توشیح کړ چې په یوه برخه کې یې راغلي، شاعران باید د مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بي ځایه احساساتو څخه د شعر خالي والی رعایت کړي.

دغه شان د دوی د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر اوسه سلګونه ټوکه بېلابیل کتابونه هم له بازارونو ټول کړي او ادعا یې کړې چې دا کتابونه د ايډیالوژۍ، عقیدې، اسلام او افغانیت ضد و، خو د دې کتابونو یو شمیر لیکوالو بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې وې ویلي یې وو، د دوی په کتابونو کې د شریعت او افغاني کلتور خلاف هېڅ هم نه‌شته.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو او محدودیتونو له امله ډیری افغان هنرمندان نور هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډه شوي، چې اوس هلته هم د نیولو او ځورولو تر څنګ ګڼو ستونزو سره مخ دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса