ونس : هیله من یم چې اسلام اباد کې له ایران سره خبرې به مثبتې وي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هیله ښودلې چې اسلام اباد کې له ایراني لوري سره خبرې به یې مثبتې وي.د رویټرز د راپور له مخې ونس دغه څرګندونې نن جمعه پاکستان ته له روانېدو مخکې کړې دي.د امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي.فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده پرون وویل چې د دوی د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ممکن د ایراني پلاوي مشري وکړي.
