د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له سانسور او محدودیت سره مخ افغان خبریالان او رسنۍ
نن، یکشنبه، د می ۳ مه، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.
د بې پولې خبریالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ ځای کې دی.
د راپورونو له مخې، اوس مهال څلور افغان خبریالان د طالبانو په توقیف کې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول خبریالان بې له شرطه خوشې کړي.
هغه تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي د رسنیو کارکوونکي د غچ اخیستنې، ځورونې او نیول کیدو له ویرې پرته کار کولی شي.
ریچارډ بینیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم لپاره فضا تقریبا ورکه شوې ده او خبریالان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې د سانسور، ډار او توقیف له زیاتیدونکي بهیر سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.
هغه په یوه ویډیو پیغام کې چې نن خپور شو، وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه وغوښتل چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."
طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.
