په ټولنیزو رسنیو کې د کامنټونو نړۍ؛ د حقیقت لټون که د سرګرمۍ نوې فضا؟
د ټولنیزو شبکو په پراخه فضا کې، د نظرونو (کامنټونو) برخې ته پاملرنه د ځینو کاروونکو لپاره په ورځني مهم فعالیت بدله شوی .
یو شمیر افغانان وایي، د کامنټونو لوستل د دوی لپاره د معلوماتو، سرګرمۍ او ان د حقیقت او اوازې ترمنځ د توپیر منبع ده.
د کابل اوسېدونکی رشاد احمد وایي، کامنتونه ورسره مرسته کوي چې تر یوه بریده د موضوع کره والی او ناکره توب تشخیص کړي.
خو زیاتوي چې د اعتماد وړ سرچینو نه، د خپرو شویو لیکنو کمنټونه نه ګوري.
"کله چې یو څوک له خپلې فیسبوک پاڼې یا ID څخه یو موضوع شریکه کړي یا خپل نظر وړاندې کړي، زه د هغه کامنتونه ګورم تر څو پوه شم چې دا موضوع حقیقت لري که نه، او نورو خلکو یې په اړه څه ویلي دي، انتقاد یې کړی که نه او څه ډول یې ارزولې ده. خو له هغو رسنیو چې تل دقیق خبرونه خپروي، د هغوی کامنتونه نه ګورم."
د ننګرهار اوسېدونکی سلیمان بیا وایي، هغه ډېر د کامنټونو د سرګرمۍ او ټولنیز اړخ برخې ته پام کوي، د کامنټ لوستل ورته یو ډول تفریح ده او خپله هم پکې برخه اخلي.
"کله چې په ټولنیزو شبکو کې یوه موضوع ووینم، لومړی هغه خبر یو ځل ګورم، وروسته د نظرونو (کامنټونو) برخې ته ځم. په کامنټونو کې زیاتره هغه لیکنې لولم چې ډېر لایکونه لري یا طنزي او خندونکې وي. په ټوله کې، زه ډېر کامنټونه لولم، ترې خوند اخلم، په ځانګړي ډول خندونکي کامنټونه، او بیا خپله هم یو کامنټ لیکم."
د لغمان اوسېدونکی لطف الله بیا وایي، کامنټونه د خلکو نظرونه او «نوي فکرونه» دي او زدهکړې سره مرسته کوي:
"د کامنتونو لوستل زما عادت دی، البته دا موضوع د پوسټ په ډول پورې اړه لري. که زه د یوې موضوع په اړه معلومات ولرم، مستقیم ځواب لیکم؛ خو که معلومات ونه لرم، حتماً کامنتونه ګورم تر څو د خلکو له نظرونو او تجربو ګټه واخلم. هر څه چې په کامنتونو کې وي، ترې زدهکړه کوم او ځان ډاډه کوم. په ټوله کې، کامنتونه د خلکو نظرونه او نوې معلومات دي."
خو د کابل اوسېدونکی وارث بیا بل ډول نظر لري او اساساً د کامنټونو لوستلو سره لېوالتیا نه لري او په خبره یې، غوره ګڼي چې د انلاین بحثونو فضا ته ننوځي.
"په شخصي ډول، نه غواړم د چا کامنټ ولولم او نه هم غواړم چاته کامنټ ورکړم. کامنټ کول هم مثبت اړخ لري او هم منفي. ځینې خلک ډېر انتقاد کوي او منفي فکر لري، له همدې امله زه د خلکو نظرونو ته ارزښت نه ورکوم چې څوک څنګه کامنټ لیکي. که څه هم مثبت اړخ یې ښه دی، خو منفي اړخ یې بیا لیکونکي پورې اړه لري."
په ټوله کې، دا لیدلوري ښيي چې «کامنټونه» په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل رولونه لري؛ له حقیقت معلومولو نیولې تر سرګرمۍ او زدهکړې پورې، او په ورته وخت کې د ځینو لپاره بېاهمیته دي.
د افغانستان د ښځو د انلاین نړیوالې تعلیمي ادارې مشر او د ټولنیزو چارو پوه عبدالرحیم اسدي بیا وایي، په مجازي فضا کې له ارزونې پرته د یوې نظر منل یا ردول، یو غیرعلمي چلند دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې د علمي چوکاټ له مخې، هره ادعا باید د معتبرو شواهدو، د څېړنې د طریقې او د خپلواکې ارزونې د وړتیا پر بنسټ و ارزول شي:
"ډېر کامنتونه او انلاین نظرونه دا معیارونه نه لري، ځکه چې اکثره پر شخصي تجربو، تعصب یا نیمګړو معلوماتو ولاړ وي. د علمي میتود له مخې، د یو نظر د ارزونې لپاره باید څو ټکو ته پام وشي: د سرچینې اعتبار، د ارزونې وړ شواهدو شتون، نورو څېړنو سره همغږي، او د نورو له خوا د تکرار یا رد امکان. که یو ادعا دا معیارونه ونه لري، نو له علمي پلوه د باور وړ نه ده."
ښاغلي اسدي زیاتوي چې منطقي او استدلالي چلند دا دی چې هېڅ نظر یوازې د دې لپاره ونه منل شي او یا رد نه شي چې په مجازي فضا کې خپور شوی، بلکې باید د شواهدو، منطق او معتبرو سرچینو په رڼا کې وارزول شي.
په پایله کې، دا روښانه نه ده چې کاروونکي تر کومه بریده خپله موضوع په دقت تعقیبوي او تر کومه بریده یې له مجازې فضا اخیست، د نورو د نظرونو او غبرګونونو تر اغېز لاندې راځي؛ هغه موضوع چې لا څېړنو ته اړتیا لري.
